اسلام آباد۔3فروري(اے پي پي) قامي اسمبلۍ بلوچستان كښې د ترهګرۍ روان بهير په ضد په متفقه توګه بشپړ قرارداد منظور كړے دے په كوم كښې چې رياست د ترهګرو او د هغوي د بهرني ملاتړ په ضد د ’’زیرو ټالرنس‘‘ او د پرېكنده كارروايۍ ښكاره اعلان كړے دے۔ ايوان د مېرمنو ترهګرۍ لپاره د وسلې په توګه كارول د اسلامي او بلوڅ اقدارو منافي ګرځولو سره د دې عزم پخلے …
قامي اسمبلۍ كښې د بلوچستان ترهګرۍ په ضد متفقه قرارداد منظور شو ، د ترهه ګړو بهرنيے ملاتړ ختمولو ٬ د ميرمنو د وسلې په توګه د كارولو غندنه او د ترهګرۍ په ضد زيرو ټالرنس سره د پريكنده عسكري او سفارتي كارروايۍ غوښتنه

مزید خبریں
اسلام آباد۔3فروري(اے پي پي) قامي اسمبلۍ بلوچستان كښې د ترهګرۍ روان بهير په ضد په متفقه توګه بشپړ قرارداد منظور كړے دے په كوم كښې چې رياست د ترهګرو او د هغوي د بهرني ملاتړ په ضد د ’’زیرو ټالرنس‘‘ او د پرېكنده كارروايۍ ښكاره اعلان كړے دے۔ ايوان د مېرمنو ترهګرۍ لپاره د وسلې په توګه كارول د اسلامي او بلوڅ اقدارو منافي ګرځولو سره د دې عزم پخلے وكړو چې ټول سياسي قوتونه د نظرياتي اختلافات څخه پرته د هېواد سلامتيا او د پاك پوځ ترڅنګ ولاړ دي۔ په قرارداد كښې د ترهګرۍ په نېټ وركنګ كښې د ككړو بهرنيو قوتونو ، په خاص توګه د هند د ناوړه كردار په ضد د سخت غبرګون غوښتنه هم وكړې شوه۔ د نهې په ورځ په قومي اسمبلۍ كښې د پارليماني چارو وفاقي وزير ډاكټر طارق فضل چوهدری متفقه قرار داد په كوم چې د ټولو پارليماني ګوندونو د لارښودو لاس ليك ؤ وړاندې كولو سره ووئيل دا ايوان په بلوچستان كښې د ترهګرۍ اوسنو پېښو په سختو ټكو غندنه كوي په كومه كښې چې نه يوازې دا چې بې ګناه وګړي په نخښه كړے شوي بلكې مېرمنې د وسلې په توګه وكارولې شوي ٬ په دې ايوان د زيات غم او اندېښنې څرګندونه كوي او دا د اسلام او بلوڅ اقدارو منافي ګڼي۔ دا ايوان د امنيتي ځواكونو ٬ قانون نافذ كوؤنكو ادارو ٬ صوبائي حكومت او سول انتظاميې په وخت او فعاله ګامونو ستائنه كوي او د شهيدانو او ژوبل شوو كورنيو سره د بشپړه يووالي څرګندونه كوي۔ دا ايوان دا خبره په ډاګه كوي چې په شهري آبادۍ او كوچنيانو بريدونه د نه بخښلو وړ جرمونه دي او رياست د داسې عناصرو په ضد زيرو ټالرنس لري٬ د هغوي په ضد به پرېكنده كارروائي كولې شي۔ دا ايوان غوښتنه كوي چې د بهرني سپانسرز او داخلي سهولت كارو د فنډنګ ٬ سمګلنګ او پروپګنډې په ضد دې قامي غبرګون باوري كړے شي په كوم كښې چې سياسي ٬ سفارتي ٬ عسكري انټېلي جنس ټولې ادارې يو موټې وي او دا د اولس د هغې عزم پخلے كوي چې د ترهګرۍ په ضد دا د ټول قام جنګ دے ٬ په دې كښې له سياسي اختلافات پرته يو قوت جوړېدل د وخت مهم ضرورت دے او رياست به د اولس په تحفظ ٬ امن او قامي سلامتيا كومه هم سودا نه كوي بلكې دا به باوري كوي۔ دغسې د قامي اسمبلۍ سپيكر قرارداد منظورۍ لپاره ايوان ته وړاندې كړو او ټولو غړو په اتفاق سره قرارداد منظور كړو










