پاكستان كښې د بې دركه كسانو شرح د نورو هېوادونو په مقابل كښې لږه ده۔ طلال چوهدري

اسلام آباد 03 فروري (اے پي پي) پاكستان كښې د بې دركه كسانو شرح د نورو هېوادونو په مقابل كښې لږه ده۔ د نهې په ورځ په قامي اسمبلۍ كښې بلوچستان كښې د ترهګرۍ په اوسنۍ چپه په روان بحث خپل ځواب كښې طلال چوهدري د بې دركه كسانو په معامله د خبرو په مهال ووئيل پاكستان كښې د بې دركه كسانو شرح د نورو هېوادونو په مقابل كښې لږه …

اسلام آباد 03 فروري (اے پي پي) پاكستان كښې د بې دركه كسانو شرح د نورو هېوادونو په مقابل كښې لږه ده۔ د نهې په ورځ په قامي اسمبلۍ كښې بلوچستان كښې د ترهګرۍ په اوسنۍ چپه په روان بحث خپل ځواب كښې طلال چوهدري د بې دركه كسانو په معامله د خبرو په مهال ووئيل پاكستان كښې د بې دركه كسانو شرح د نورو هېوادونو په مقابل كښې لږه ده او كمېشن سره د 2500 نه هم لږ كېسونه پراته دي۔ ده ووئيل خلق پخپله د جرمونو په سبب پټېدو له غرونو ته ځي او بيا د مسنګ پرسنز په نامه وركول رياست بدنامه وي۔ د اپوزيشن د تنقيد ځواب كښې طلال چوهدري ووئيل داخله وزير محسن نقوي هغه وخت د كوئټې په كوڅو كښې موجود ٶ كله چې اپرېشن روان ؤ ٬ ھغوي په فرنټ لائن د فورسز ډاډګيرنه كړې٬ د جعفر ايکسپريس پېښې نه سمدستي وروستو وزيراعظم او عسکري قيادت کوئټه ته رسېدلي ٬ ټولو سياسي ګوندونو ته ان کيمره بريفنګ وركړے شو او ټول په اعتماد كښې واغستلے شول۔ طلال چوهدري ووئيل رياست به په خپل رټ سمجھوته نه كوي او ټولو سياسي ګوندونو له به په دې ملي مسئله په ګډه د دښمن عزائم ناكامه كول وي۔

مزید خبریں