د كاناډا د چين سره تجارتي معاهدے په صورت كښې به امريكا قوي ځواب وركوي۔ډونلډ ټرمپ

واشنګټن 01 فروري (اے پي پي) د امريكې صدر ډونلډ ټرمپ وئيلي چې كاناډا د چين سره د كومي تجارتي معاهدے خبره كړې وه،په هغې د پيش رفت په صورت كښې به امريكا قوي ځواب وركوي۔العربيه له مخې ډونلډ ټرمپ د مزل په مهال صدارتي الوتكي ايئر فورس ون كښې د ميډيا نمائندګانو سره خبرو كښې د كاناډا او چين ترمينځه تجارتي معاهدے په اړه ووئيل كه هغوي چين سره …

واشنګټن 01 فروري (اے پي پي) د امريكې صدر ډونلډ ټرمپ وئيلي چې كاناډا د چين سره د كومي تجارتي معاهدے خبره كړې وه،په هغې د پيش رفت په صورت كښې به امريكا قوي ځواب وركوي۔العربيه له مخې ډونلډ ټرمپ د مزل په مهال صدارتي الوتكي ايئر فورس ون كښې د ميډيا نمائندګانو سره خبرو كښې د كاناډا او چين ترمينځه تجارتي معاهدے په اړه ووئيل كه هغوي چين سره كومه معاهده كوي نو هلته به زمونږ ځواب هم مهم وي،مونږ نه غواړو چې چين په كاناډا قبضه وكړي او كه داسې كومه معاهده وشوه نو كومه چې كول غواړي نو چين به په كاناډا قبضه وكړي۔دا خبره دې ياده وي چې د امريكې صدر تيره اوونۍ كښې دهړكه وركړې وه چې كه كاناډا د چين سره په تجارتي معاهدے عمل وكړو نو په هغې به 100 فيصده محصولات لګولې شي۔