مونږ د جنګ په حالت كښې يو او خطرو ته په سنجيدګۍ سره ګورو ۔ د ايران د ايټمي توان تنظيم مشر

تهران 01 فروري (اے پي پي) د ايران او امريكا ترمينځه زيات شوې تاؤ ترېښوالي په مهال د ايران د ايټمي توان تنظيم مشر محمد اسلامي وئيلي چې ايران اوزس د جنګ په حالت كښې دے او خطرو ته په سنجيدګۍ سره ګورو۔ العربيه له مخې محمد اسلامي ووئيل مونږ دفاعي مقصدونو لپاره ايټمي وسلو ته حاجت نه لرو او مونږ دغه هدف ترلاسه كولو له زيات صلاحيتونه لرو۔دا بيان …

تهران 01 فروري (اے پي پي) د ايران او امريكا ترمينځه زيات شوې تاؤ ترېښوالي په مهال د ايران د ايټمي توان تنظيم مشر محمد اسلامي وئيلي چې ايران اوزس د جنګ په حالت كښې دے او خطرو ته په سنجيدګۍ سره ګورو۔ العربيه له مخې محمد اسلامي ووئيل مونږ دفاعي مقصدونو لپاره ايټمي وسلو ته حاجت نه لرو او مونږ دغه هدف ترلاسه كولو له زيات صلاحيتونه لرو۔دا بيان پھ يو ادساې وخت كښې رامخې ته شوے كله چې امريكا اوسنيو كښې مينځني ختيز كښې خپل پوځ قوي كړې،په خاص توګه د امريكې صدر ډونلډ ټرمپ د اړخه په ايران د پوځي بريد بريد دهړكو نه پس د الوتكو څڅه ډكه بيړۍ ’’ يو اېس اېس ابراهام لنكن‘‘ په قيادت كښې يوې بحري بيړۍ تعيناتي شوي۔د جمعې په ورځ د امريكې صدر اعلان كړې چې ايران د پوځي كارروائي څخه بچ كيدو لپاره معاهده كول غواړي او هغوي تهران ته د خپل تجاويز ځواب وركولو لپاره يو غير اعلانيه ډيډ لائن وركړې دې۔بل پلو د ايران صدر مسعود پيزشكيان د دې خبري تصديق كړې ؤ چې ايران به د مذاكراتو هركلے كوي او جنګ نه غواړي۔