عبدالعليم خان په بلوچستان كښې په کامياب عملياتو سيکيورټي فورسز ته پيرزوئنې وړاندې كړي

اسلام آباد 31 جنوري (اے پي پي) د مواصلاتو وفاقي وزير عبدالعليم خان په بلوچستان كښې د ترهه ګرو په ضد په کامياب او فيصله کن عملياتو سيکورټي فورسز ته پيرزوئنې وړاندې كړي۔د سماجي رابطو په ويب سائټ ايکس د خالي په ورځ په خپل پيغام كښې عبدالعليم خان وئيلي چې د سيکيورټي فورسز بهادر ځوانانو د هېواد حفاظت لپاره د خپلو ځانونو قرباني وركړي۔ده ووئيل قانون نافذ کونكو ادارو …

اسلام آباد 31 جنوري (اے پي پي) د مواصلاتو وفاقي وزير عبدالعليم خان په بلوچستان كښې د ترهه ګرو په ضد په کامياب او فيصله کن عملياتو سيکورټي فورسز ته پيرزوئنې وړاندې كړي۔د سماجي رابطو په ويب سائټ ايکس د خالي په ورځ په خپل پيغام كښې عبدالعليم خان وئيلي چې د سيکيورټي فورسز بهادر ځوانانو د هېواد حفاظت لپاره د خپلو ځانونو قرباني وركړي۔ده ووئيل قانون نافذ کونكو ادارو حوصلے سره د دښمن مقابله کړې او ’’فتنه الهندوستان‘‘ ناوړه عزائم ئې ناکامه كړي۔عبدالعليم خان په دې عظيم جدوجهد كښې شهيد شويو كسانو ته سلام كولو سره ووئيل ټول قوم د هغوي قربانۍ نه شي هيرولې۔ وفاقي وزير ووئيل بلوچستان كښې عمليات به تر آخري ترهه ګر روان وي او د رياست دښمنان به په هر حال كښې خپل منطقي انجام ته رسولې شي۔ده په دې خبره زور راوړو چې پاك پوځ او نوري سيکيورټي ادارے هېواد په دفاع كښې هيڅ بے غوري نه كوي او سيکيورټي فورسز د دښمن عناصر په ضد د اوسپني ديوال په شان ولاړ دې۔ عبدالعليم خان ووئيل هر پاکستانې د شهيدانو د كورنيو سره ولاړ دے۔