اسلام آباد۔30 جنوری(اے پی پی)د سينيټ دوهم چيئرمېن سيدال خان ناصر د بلوچستان په پنجګور او هرنائي سيمو كښې د امنيتي ځواكونو په كامياب كاروائيو پاك پوځ او نورو امنيتي ادارو ته پيرزوئنې وړاندې كړې۔د سينيټ سېكرټرېټ لخوا جاري شوي بيان له مخې ده ووئيل چې د قوم ځوانان زمونږ تر ټولو قيمتي اثاثه ده كوم چې د هېواد دفاع او تحفظ لپاره د خپلو ځانونو قرباني وركولو څخه ډډه …
د سينيټ دوهم چيئرمېن په بلوچستان كښې په كامياب امنيتي كاروائيو امنيتي ځواكونو ته پيرزوئنې وړاندې كړې

مزید خبریں
اسلام آباد۔30 جنوری(اے پی پی)د سينيټ دوهم چيئرمېن سيدال خان ناصر د بلوچستان په پنجګور او هرنائي سيمو كښې د امنيتي ځواكونو په كامياب كاروائيو پاك پوځ او نورو امنيتي ادارو ته پيرزوئنې وړاندې كړې۔د سينيټ سېكرټرېټ لخوا جاري شوي بيان له مخې ده ووئيل چې د قوم ځوانان زمونږ تر ټولو قيمتي اثاثه ده كوم چې د هېواد دفاع او تحفظ لپاره د خپلو ځانونو قرباني وركولو څخه ډډه نه كوي٬امنيتي ځواكونو ترهه ګر په موثر انداز كښې ناكامه كولو سره د قوم سر وياړ سره پورته كړې او ټول قوم په خپل بهادر ځواكونو وياړ لري۔د سينيټ دوهم چيئرمېن ووئيل چې امنيتي ځواكونو په وخت او موثر كاروائيو په نتيجه كښې 41 ترهه ګر وژل كېدل د دې خبرې ښكاره ثبوت دې چې زمونږ وسله وال ځواكونه او امنيتي ادارې د دښمن او ترهه ګر عناصر ځواب وركولو لپاره هر وخت چمتو دي۔ ده د امنيتي ځواكونو د ځوانانو جرات٬ پيشه ورانه مهارت او بې مثاله قربانۍ ستائېلو سره وئېلي چې ټول قوم خپلو اتلانو ځواكونو سره اوږه په اوږه ولاړ دي۔سيدال خان ناصر د دې عزم پخلې وكړو چې د هېواد د امن٬سلامتيا او استحكام به كومه سودا كولې نه شي۔










