اسلام آباد 29 جنوري (اے پي پي)صدر مملكت آصف علي زرداري د متحده عرب امارات له څلور ورځنۍ سركاري دورې نه نه پس بيرته هېواد ته رارسېدلے دے۔د زيارت په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې د خپلې دورې په مهال صدر مملكت د متحده عرب امارات صدر شيخ بن زايد النهيان او وزيراعظم شيخ بن راشد المكتوم پشمول مهم ملاقاتوه وكړل۔ په دې …
صدر مملكت آصف علي زرداري د متحده عرب امارات له څلور ورځنۍ سركاري دورې نه پس هيواد ته راورسيد

مزید خبریں
اسلام آباد 29 جنوري (اے پي پي)صدر مملكت آصف علي زرداري د متحده عرب امارات له څلور ورځنۍ سركاري دورې نه نه پس بيرته هېواد ته رارسېدلے دے۔د زيارت په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې د خپلې دورې په مهال صدر مملكت د متحده عرب امارات صدر شيخ بن زايد النهيان او وزيراعظم شيخ بن راشد المكتوم پشمول مهم ملاقاتوه وكړل۔ په دې ملاقاتونو كښې نورو چارو سره سره په دوه اړخيزه اړيكو او اقتصادي همكارۍ د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د دفاع٬ امنيت او اولسي رابطو په څانګو كښې په پېشرفت هم خبرې اترې وشوې۔ صدر مملكت د خپلې دورې په مهال د ډي پي ورلډ ګروپ چيئرمېن او چيف اېګزېكټو آفيسر سلطان احمد بن سليم او اے ډي پورټس ګروپ منيجنګ ډائرېكټر او ګروپ چيف ايګزيكټو آفيسر كيپټ جمعه الشامسي سره هم ملاقات وكړو۔ صدر مملكت د متحده عرب امارات د روادارۍ او شريكې بقا وزير شيخ نهيان بن مبارك النهيان سره هم ملاقات كړې۔










