د پاكستان او سعودي عرب ترمينځه د ورورولۍ مضبوطې اړيكې ځوانانو لپاره په نوې موقعو رامخې ته كولو كښې مهم كردار ترسره كوي: رانا مشهود احمد خان

اسلام آباد 29 جنوري (اے پي پي)د وزيراعظم يوتھ پروګرام چيئرمېن رانا مشهود احمد خان او د الوفا فاؤنډېشن پاكستان چيئرمېن چوهدري كاشف نواز په پاكستان كښې د سعودي عرب سفير نواف بن سعيد المالكي سره ملاقات وكړو۔په ملاقات كښې پاك-سعودي تجارتي فعاليتونو ته په وده وركولو د ځوانانو په تعليم او تربيه٬د هنرمندۍ او روزګار پراخا موقعې پېدا كولو له د دوه اړخيزه مرستې په لا مضبوطولو د خيالاتو …

اسلام آباد 29 جنوري (اے پي پي)د وزيراعظم يوتھ پروګرام چيئرمېن رانا مشهود احمد خان او د الوفا فاؤنډېشن پاكستان چيئرمېن چوهدري كاشف نواز په پاكستان كښې د سعودي عرب سفير نواف بن سعيد المالكي سره ملاقات وكړو۔په ملاقات كښې پاك-سعودي تجارتي فعاليتونو ته په وده وركولو د ځوانانو په تعليم او تربيه٬د هنرمندۍ او روزګار پراخا موقعې پېدا كولو له د دوه اړخيزه مرستې په لا مضبوطولو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔د دې ځاې څخه د جاري شوي بيان له مخې رانا مشهود احمد خان ووئيل ځوان كول د امت قيمتي سرمايه ده او د دوي كردار جوړول٬معياري تعليم او تربيې او هنر باوري كول او د باوقار روزګار موقعې پېدا كول د وخت مهم ضرورت دې۔ده ووئيل د پاكستان او سعودي عرب ترمينځه د ورورولۍ مضبوطې اړيكې ځوانانو لپاره په نوې موقعو رامخې ته كولو كښې مهم كردار ترسره كوي۔په دې موقع د فاؤنډېشن چيئرمېن چوهدري كاشف ووئيل د فاؤنډېشن د ځوانانو تعليم او تربيې او هنر مندۍ ودې له بيل ګامونه پورته كوي او د پاكستان حكومت سره په ګډه دا منصوبې به مخ په وړاندې بوتللې شي كومې به چې د ځوانانو په خپلو پښو ودرولو كښې مرستيالې ثابت شي۔د سعودي سفير د پاكستان او سعودي ترمينځه د ورورولۍ اړيكو ستائنه كولو سره ځوانانو لپاره د تعليم٬هنر مندۍ او د روزګارۍ په څانګو كښې د مرستې زياتولو په اهميت زور راوړو۔ده ووئيل سعودي عرب به ځوانانو له د نورو موقعو پېدا كولو كښې پاكستان سره مرسته روانه ساتي۔

مزید خبریں