اسلام آباد 29 جنوري (اے پي پي) د قومي اسمبلۍ د ينګ پارليمنټيرينز فورم صدر او د قامي اسمبلۍ غړې سيد نوشين افتخار په مشرۍ كښې د وائي پي ايف پلاوي د زيارت په ورځ د سندھ د تعليم وزير سيد سردار علي شاه سره د هغه په دفتر كښې ملاقات وكړو۔په ملاقات كښې په سندھ كښې د ځوانانو مشرتابه ته په وده وركولو٬د نشه اي توكو د استعمال مخ …
د قومي اسمبلۍ د ينګ پارليمنټيرينز فورم صدر او د قامي اسمبلۍ غړې سيده نوشين افتخار د سندھ د تعليم وزير سره ملاقات٬د ځوانانو مشرتابه ته په وده وركولو او د نشه اي توكو د استعمال مخ نيوي سره په اړوندو چارو د خيالاتو څرګندونه

مزید خبریں
اسلام آباد 29 جنوري (اے پي پي) د قومي اسمبلۍ د ينګ پارليمنټيرينز فورم صدر او د قامي اسمبلۍ غړې سيد نوشين افتخار په مشرۍ كښې د وائي پي ايف پلاوي د زيارت په ورځ د سندھ د تعليم وزير سيد سردار علي شاه سره د هغه په دفتر كښې ملاقات وكړو۔په ملاقات كښې په سندھ كښې د ځوانانو مشرتابه ته په وده وركولو٬د نشه اي توكو د استعمال مخ نيوي٬ماحولياتي پوهاوي ته وده وركولو او د حكمرانۍ په عمل كښې د ځوانانو فعاله شموليت سره په اړوندو چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔د خبرو په مهال د وائي پي ايف صدر سيده نوشين افتخار په دې خبره اندېښنه ښكاره كړه چې زده كونكي او سكول څخه بهر ځوانان د نشه اي توكو كارولو٬ځورونې٬ذهني روغتيا مسئلو او د غېر محفوظ آن لائن رويو خطر سره مخ دي۔ دواړو اړخونو په دې خبره زور راوړو چې د سكولونو كالجونو او كميونټي كچې پروګرامونو د لارې په وخت پوهاوې او مخ نيوې ضرورې دې۔په ملاقات كښې د ځوانانو د ګورننس عمل كښې د علامتي ګډون په ځاې په بامعني شموليت هم زور راوړولے شو۔سيده نوشين افتخار د پلاوي په تود هركلي كولو د سندھ د تعليم وزير مننه كولو سره د دې عزم څرګندونه وكړه چې دا مشاورت به په سندھ كښې ځوانانو لپاره په عملي او كوټلي نتيجو كښې بدل شي او په خاص توګه د نشه اي توكو مخ نيوې او ماحولياتي تحفظ به په ترجيحي بنيادونو مخ په وړاندې بوتللې شي










