د خېبرپښتونخوا بيلو ضلعو سره د تعلق لرونكو خبريالانو پلاوي د اے پي پي دفتر دوره

اسلام آباد 29 جنوري (اے پي پي) د خېبرپښتونخوا بيلو ضلعو سره د تعلق لرونكو خبريالانو پلاوي د زيارت په ورځ د اېسوسي اېټډ پرېس آف پاكستان(اے پي پي)دوره وكړه۔ د دورې اهتمام د غېر سركاري تنظيم انډيويجوېل لېنډ لخوا شوې و۔ د دورې مقصد د قومي ادارې او خبريالانو ترمينځه هم آهنګي او د ميډيا په اړه خبرتيا وه۔ اېګزېكټو ډائرېكټر نيوز محمد عثمان خان كاكړ د پلاوي غړو …

اسلام آباد 29 جنوري (اے پي پي) د خېبرپښتونخوا بيلو ضلعو سره د تعلق لرونكو خبريالانو پلاوي د زيارت په ورځ د اېسوسي اېټډ پرېس آف پاكستان(اے پي پي)دوره وكړه۔ د دورې اهتمام د غېر سركاري تنظيم انډيويجوېل لېنډ لخوا شوې و۔ د دورې مقصد د قومي ادارې او خبريالانو ترمينځه هم آهنګي او د ميډيا په اړه خبرتيا وه۔ اېګزېكټو ډائرېكټر نيوز محمد عثمان خان كاكړ د پلاوي غړو ته د اے پي پي د تاريخ ٬ د قومي بيانيې په جوړېدو كښې د ادارې د كردار٬ د بېلو څانګو د كاركردګۍ او انګلش٬ اردو٬ عربي٬ چينايۍ ٬ پښتو٬ سرائيكي٬ بلوچي او براهوي ژبو كښې د نيوز سروسز په اړه تفصيلي بريفنګ وركړو۔ ټرېننګ ډائرېكټر كاشف رضوي پلاوې د بيلو ژبو زده كړې افاديت څخه خبر كړو۔ د ډيجيټل او سوشل ميډيا انچارج عارف حسين لاشاري موجوده دور كښې د دې څانګې اهميت او افاديت رامخې ته كړو۔ ده په دې څانګه كښې د اے پي پي د كاميابو ذكر هم وكړو۔ اېګزېكټو ډائرېكټر عثمان خان او د اردو نيوز سروس ډائرېكټر عبد الحميد تبسم ګډون كونكو ته هركلے ووې او د هغوي د پوښتنو ځوابونه يۍ وركړل۔ پلاوي د اے پي پي بيل سروسز٬ډيټا سنټر او نورو څانګو دوره وكړه۔ ګډون كونكو قومي بيانيې ته وده وركولو كښې د اے پي پي كردار وستائېلو۔ پلاوي كښې د خېبرپښتونخوا ګورنر پي آر او فضل الرحمان٬ انډيوېجوېل لېنډ پروګرام آفيسر سيف خان كهوسو او سينئر ټرېنر مشهود علي هم شامل و۔

مزید خبریں