د غير سركاري تنظيم’’پیاس‘‘هیومن رائټس آرګنائزیشن د كورني تشدد مخنوي او تحفظ ايكټ 2026 په اوسني نفاذ پاكستاني حكومت ته مباركي

اسلام آباد۔29جنوری(اے پی پی) د بشري حقونو تحفظ لپاره كار كوونكي غېر سرکاری تنظیم’’پیاس‘‘ هیومن رائټس آرګنائزېشن د كورني تشدد مخنيوي او تحفظ اېكټ 2026 په اوسني نفاذ د پاكستان حكومت له مباركي وركړې ده۔ د زيارت په ورځ آرګنائزېشن په خپل بيان كښې وئيلي چې د صدر آصف علی زرداری په دے بل لاس ليك كول په پاكستان كښې د مېرمنو د حقونو تحفظ پلو يو مهم ګام دے …

اسلام آباد۔29جنوری(اے پی پی) د بشري حقونو تحفظ لپاره كار كوونكي غېر سرکاری تنظیم’’پیاس‘‘ هیومن رائټس آرګنائزېشن د كورني تشدد مخنيوي او تحفظ اېكټ 2026 په اوسني نفاذ د پاكستان حكومت له مباركي وركړې ده۔ د زيارت په ورځ آرګنائزېشن په خپل بيان كښې وئيلي چې د صدر آصف علی زرداری په دے بل لاس ليك كول په پاكستان كښې د مېرمنو د حقونو تحفظ پلو يو مهم ګام دے مونږ په دې پېشرفت د زړه له كومي مباركي وركوو او په دې د خوشحالۍ څرګندونه كوو۔ په جاري بيان كښې وئيلې شوي دي چې دا تاريخي قانون د ښځې له رضامندۍ پرته د دويم واده يا طلاق دړكې د آلې په توګه كارولو سره سره نفسياتي ٬ جذباتي يا د مالي استحصال ځينې شكلونه جرم ګرځوي۔ دا د مېرمنو حقونو لپاره د يو يادګاري بريا نمائندګي كوي۔ مونږ د پاكستاني حكومت ، پارلیمنټ او صدر آصف علی زرداری د دې مهم ګام ستائنه كوو بياهم زمونږ كار دلته نه ختمېږي۔ مونږ د دې د فعاله نفاذ په بنيادي اهميت زور راوړو۔

مزید خبریں