ورچوئل انويسټر روډ شو په هيواد كښې د سرمايه كارۍ حوالې سره مهم پراؤ دے: خرم شهزاد

اسلام آباد۔29 جنوری(اے پی پی) د خزانې د وفاقي وزير سلاكار خرم شهزاد ورچوئل انوېسټر روډ شو په هيواد كښې د سرمايه كارۍ حوالې سره مهم پراؤ ګړځولے دے۔ د زيارت په ورځ د سماجي رابطې په وېب سائټ اېكس جاري كړي خپل بيان كښې ده ووئيل د سټېنډرډ چارټرډ بېنک او ډیبټ مېنجمنټ آفس فناس منسټري اشتراك سره شوې ورچوئل انوېسټر روډ شو د پاکستان د سرمايه كارۍ په …

اسلام آباد۔29 جنوری(اے پی پی) د خزانې د وفاقي وزير سلاكار خرم شهزاد ورچوئل انوېسټر روډ شو په هيواد كښې د سرمايه كارۍ حوالې سره مهم پراؤ ګړځولے دے۔ د زيارت په ورځ د سماجي رابطې په وېب سائټ اېكس جاري كړي خپل بيان كښې ده ووئيل د سټېنډرډ چارټرډ بېنک او ډیبټ مېنجمنټ آفس فناس منسټري اشتراك سره شوې ورچوئل انوېسټر روډ شو د پاکستان د سرمايه كارۍ په داستان كښې د غېر معمولي او تاريخي كچې شموليت څرګندونه كوي۔ په روډ شو كښې په لومړي ځل ګڼ شمېر 225 سرمایه كارانو ګډون وكړو۔ ده ووئيل د روډ شو مشري د خزانې او محصولاتو وفاقي وزير سېنېټر اورنګزېب خپلې ډلې سره وكړه۔ د خزانې وزير په پاكستان كښې د سرمايه كارۍ په رامخې ته كېدونكو موقعو رڼا واچوله۔ ده ووئيل ذكر وړ خبره دا ده چې په ګډون كوؤنكو كښې د نړۍ تر ټولو لوے او اثر لرونكي اثاثه جاتي منېجرز شامل وو كوم چې په مجموعي توګه 35 كھر امريكائي ډالر څخه د زياتو اثاثو انتظام كوي۔ د خزانې سلاكار ووئيل روډ شو د خزانې وزير او د هغه د ډلې په مشرۍ كښې د پرله پسې سرمايه كار رابطو پېل دے چې ورسره به پاكستان اصلاحات لا ژور كړي٬ مالياتي تحفظ به مضبوط كړي او معاشي استحكام به پورته ٬ تلپاتي پرمختګ او د اوږدې مودې سرمايه كارۍ په موقعو كښې بدل كړي

مزید خبریں