د وزيراعظم لېپ ټاپ سكيم مېرټ او د كاركردګۍ علامت دے٬ د رېلوے وفاقي وزير حنيف عباسي پنډۍ كښې دستورې ته خطاب

پنډۍ ۔ 29 جنوري (اے پي پي) د رېلوے وفاقي وزير حنيف عباسي وئېلي دي په ماضي كښې د سياسي لاړښودو وېناګانې په ښكاره به ډېر اثر لرلو خو د هغې عملي نتيجه نه راوتله ٬ خو مونږ په خپلو لارښودو په چغو نه په كاردكردګۍ بنياد وياړ لرو۔ ده د زيارت په ورځ په پير مهر علي شاه باراني زرعي پوهنتون كښې د وزيراعظم لېپ ټاپ سكيم تر مخه …

پنډۍ ۔ 29 جنوري (اے پي پي) د رېلوے وفاقي وزير حنيف عباسي وئېلي دي په ماضي كښې د سياسي لاړښودو وېناګانې په ښكاره به ډېر اثر لرلو خو د هغې عملي نتيجه نه راوتله ٬ خو مونږ په خپلو لارښودو په چغو نه په كاردكردګۍ بنياد وياړ لرو۔ ده د زيارت په ورځ په پير مهر علي شاه باراني زرعي پوهنتون كښې د وزيراعظم لېپ ټاپ سكيم تر مخه دستورې ته خطاب كولو۔ده ووئېل په لېپ ټاپ سكيم ګڼو سياسي لارښودو تنقيد كړے ؤ ٬ خو دا حقيقت دے چې دا سكيم حقدار او زېركو زده كوونكو لپاره دے او دا كوم خيرات نه دے بلكې د زده كوونكو د مخنت ميوه ده۔ حنيف عباسي ووئېل دا سكيم په هغه وخت پېل كړے شو چې كله چې شهباز شريف وزيراعلې ؤ او د دې مقصد ځوانانو ته د جديد تقاضو تر مخه اسانۍ برابرول دي۔ ده ووئېل د استاذانو احترام ډېر ضروري دے ځكه چې ښه تربيه بس د يو قام بنياد وي۔ وفاقي وزير ووئېل زمونږ د مشرتابه په مشرۍ كښې مېټرو بس منصوبه مكمل كړې شوه په كومه كښې چې د مزل كوونكو 70 فيصده كسانو تعلق د تعليمي څانګې سره دے ۔ ده ووئېل په مانچسټر او برمنګهم كښې د ٬٬ ستهرا پنجاب ٬٬ منصوبه د ماډول په توګه لوستلې كېږي كومه چې د پاكستان لپاره د وياړ باعث ده۔ ده ووئېل پاكستان رېلوے 10 اربه روپۍ ګټه كړې ده او 70 اسټېشنز ډېجيټل كړے شوي او په رېلوے اسټېشنز او پرائم ټرېنز كښې د وائي فائي سهولت هم وركړے كېږي ۔ ده اعلان وكړو چې د هزاره ډوېژن د دې كال تر آخر به په نوې رېلوے پټلۍ غزولو كار پېل كړے شي او د پاكستان رېلوے به تر مينځني اسيا رياستونو سره د تړونكې منصوبې بنياد به هم سږ كال تر آخر كیښودلې شي۔

مزید خبریں