اسلام آباد۔29 جنوری(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف د پاكستان او اروپائي ائتلاف ترمينځه د شريكې خوښې په ټولو څانګو كښې په خاص توګه تجارت ٬ سرمايه كارۍ ٬ پرمختګ او سلامتيا ٬ مائيګرېشن او د موسمياتي بدلون په څانګه كښې د همكارۍ لا مضبوطولو عزم پخلي كولو سره د پاكستان او اروپائي ائتلاف ترمينځه تجارت ته په ودې وركولو كښې د جی اېس پی پلس سکیم په مهم كردار …
وزيراعظم شهباز شريف سره د اروپائي پلاوي سفير ملاقات ٬ د وزيراعظم د پاكستان او اروپائي ائتلاف ترمينځه تجارت ته په ودې وركولو كښې د جي ايس پي پلس سكيم په مهم كردار زور

مزید خبریں
اسلام آباد۔29 جنوری(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف د پاكستان او اروپائي ائتلاف ترمينځه د شريكې خوښې په ټولو څانګو كښې په خاص توګه تجارت ٬ سرمايه كارۍ ٬ پرمختګ او سلامتيا ٬ مائيګرېشن او د موسمياتي بدلون په څانګه كښې د همكارۍ لا مضبوطولو عزم پخلي كولو سره د پاكستان او اروپائي ائتلاف ترمينځه تجارت ته په ودې وركولو كښې د جی اېس پی پلس سکیم په مهم كردار زور راوړو۔ د وزیر اعظم آفس میډیا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم سره په پاكستان كښې د اروپائي ائتلاف سفير رائمونډاس کاروبلس د زيارت په ورځ ملاقات وكړو۔ په دې موقع وزيراعظم سره نائب وزيراعظم او خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار، د وزیراعظم سلاكار ډاكټر سید توقیر شاہ، د وزیر اعظم خاص مرستيال طارق فاطمی او د خارجه چارو سېكرټري آمنه بلوچ هم موجود وه۔ د اروپائي ائتلاف سفير سره خپلو خبرو كښې وزيراعظم ووئيل پاکستان اروپائي ائتلاف سره په شريكه ګټه اډانه تجارتي اړيكو په خاص توګه د جي اېس پي پلس لاندې تجارت ته د ودې وركولو اقدامات كښې د نزدې همكارۍ عزم لري۔ وزیراعظم شهباز شریف د پاكستان او اروپائي ائتلاف ترمينځه د شريكې خوښې په ټولو څانګو كښې په خاص توګه تجارت ٬ سرمايه كارۍ ٬ پرمختګ او سلاميا ٬ مائيګرېشن او د موسمياتي بدلون په څانګه كښې د همكارۍ لا مضبوطولو عزم پخلے وكړو۔ وزیراعظم د تېر كال په نومبر مياشت كښې په برسلز كښې د پاكستان – یورپی یونین سټرېټجک ډائېلاګ په شوي اووم دور هم د اطمينان څرګندونه وكړه په كوم كښې چې د پاكستاني پلاوي مشري نائب وزيراعظم او خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار كړې وه۔ د اروپائي ائتلاف سفير پاكستان ته راتللو څخه وروستو په تود هركلي د وزير اعظم مننه وكړه۔ ده باو وركړو چې هغه به د پاكستان او اروپائي ائتلاف اړيكې په ټولو څانګو كښې لا مستحكمولو له بشپړ كردار ترسره كوي۔ ده د اروپائي ائتلاف مشرتابه لخوا وزيراعظم لپاره د نېكو هيلو پېغام هم ورسولو۔ ده ووئيل اروپائي ائتلاف د جي اېس پي پلس لاندې تجارت ته ودې وركولو سره سره د تجارتي فعاليتونو او په اپرېل كښې د اروپائي ائتلاف – پاكستان بزنس فورم د لارې پاكستان سره د نزدې اړيكو عزم لري










