اسلام آباد۔29 جنوری(اے پی پی) د سمندري چارو وفاقي وزير جنېد انوار چوهدری وئيلي دي د ختيزې افريقې په 50 کروړه صارفين مشتمل ماركيټ ته لاس رسنه زمونږ هدف دے٬ نوو سمندري راهداريانو سره په تجارتي لګښت كښې تر 30 فیصد كمي امكان دے۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ د روانډا هائي كمشنر هریریمانا فاتو سره د ملاقات په مهال وكړه۔ په ملاقات كښې د پاكستان …
د سمندري چارو وفاقي وزير جنيد انوار چوهدري سره د روانډا هائي كمشنر هريريمانا فاتو ملاقات، پاکستان، روانډا او ختيزې افريقې ته په سمندري راهدارۍ د خيالاتو څرګندونه

مزید خبریں
اسلام آباد۔29 جنوری(اے پی پی) د سمندري چارو وفاقي وزير جنېد انوار چوهدری وئيلي دي د ختيزې افريقې په 50 کروړه صارفين مشتمل ماركيټ ته لاس رسنه زمونږ هدف دے٬ نوو سمندري راهداريانو سره په تجارتي لګښت كښې تر 30 فیصد كمي امكان دے۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ د روانډا هائي كمشنر هریریمانا فاتو سره د ملاقات په مهال وكړه۔ په ملاقات كښې د پاكستان ٬ روانډا او ختيزې افريقې ترمينځه په سمندري راهدارۍ د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ دغسې كراچۍ خخه د جبوتي او ممباسا ته د نوي شپنګ لائنز پېل كولو وړاندېز هم وركړے شو۔ ده ووئيل د ختيزې افريقې په 50 کروړه صارفين مشتمل ماركيټ ته لاس رسنه زمونږ هدف دے٬ نوو سمندري راهداريانو سره په تجارتي لګښت كښې تر 30 فیصد كمي امكان دے۔ ده ووئيل کراچی–جبوتی روټ سره به د ترسيل په وخت كښې ښكاره كمے رامخې ته شي۔ جنېد انوار چوهدری ووئيل ګوادر افريقې لپاره د سباؤن مهم برآمدي مركز جوړولې شي۔ وفاقی وزیر ووئيل نوې سمندري لارې به په بحر هند كښې د پاكستان بحري كردار ته وده وركړي۔ د ملاقات په مهال د روانډا هائی کمشنر ووئيل د روانډا د چاے ٬ كافي او او د وكاډو پاكستان ته رارسېدل به آسان او نېغ په نغه سمندري رابطو سره دوه اړخيزه تجارت ته وده ترلاسه شي










