په ګرد هېواد كښې 7 ورځنے د پوليو مخ نيوي كمپائن د فرورۍ 2مې نيټې څخه پیل كيږي۔د پوليو مخ نيوي فوكل پرسن عائشه رضا فاروق

اسلام آباد 29 جنوري (اے پي پي)د وزيراعظم د پوليو مخ نيوي فوكل پرسن رضا فاروق وئېلي دي په ګرد هېواد كښې 7 ورځنے د پوليو مخ نيوي كمپائن د فرورۍ 2مې نيټې څخه پیل كيږي كوم به چې تر 8 فروري روان وي۔ د كمپائن په مهال به 4 كروړه 50 لكه څخه زياتو ماشومانو ته د پوليو څخه د بچ كېدو څاڅكو وركولو هدف مقرر كړے شوے ۔د …

اسلام آباد 29 جنوري (اے پي پي)د وزيراعظم د پوليو مخ نيوي فوكل پرسن رضا فاروق وئېلي دي په ګرد هېواد كښې 7 ورځنے د پوليو مخ نيوي كمپائن د فرورۍ 2مې نيټې څخه پیل كيږي كوم به چې تر 8 فروري روان وي۔ د كمپائن په مهال به 4 كروړه 50 لكه څخه زياتو ماشومانو ته د پوليو څخه د بچ كېدو څاڅكو وركولو هدف مقرر كړے شوے ۔د دې خيالاتو څرګندونه دې د پرېس بريفنګ په مهال كړی۔عائشه رضا فاروق ووئېل د كمپائن په مهال 4 لكه څخه زيات پوليو وركرز كور په كور ماشومانو ته د پوليو څخه د بچ كېدو څاڅكي به وركوي۔دې مو پلار او كميونټۍ ته خواست وكړو چې هغوي په هر كمپائن كښې د پوليو ډلو سره بشپړه مرسته وكړي او خپلو ماشومانو ته د پوليو څخه د بچ كېدو څاڅكي ضرور وركړي۔دې ووئيل وفاقي او صوبائي ادارې د پوليو خاتمې لپاره په ګډه كار كوي او د پاكستان حكومت د پوليو خاتمې لپاره عزم لري

مزید خبریں