د پاكستان وسله وال ځواكونه عصري حربي صلاحتيونه ترلاسه كولو او د ګڼ اړخيزه جنګ په چيلنجونو قابو موندلو له ارتقائي پړاؤنو څخه تيريږي: فيلډ مارشل عاصم منير

پېنډۍ ۔29 جنوری(اے پی پی) چیف آف ډیفنس فورسز او د پوځ سر لښكر فیلډ مارشل عاصم منېر وئيلي دي د سباؤن د جنګ په مېدان كښې په ټېكنالوجۍ اډانه تګلارې د جسماني نقل وحركت ځاے اغستے دے ٬ له دې كبله د پاكستان وسله وال ځواكونه عصري حربي صلاحتيونه ترلاسه كولو او د ګڼ اړخيزه جنګ په چيلنجونو قابو موندلو له ارتقائي پړاؤنو څخه تيريږي۔ د دې خيالاتو څرګندونه …

پېنډۍ ۔29 جنوری(اے پی پی) چیف آف ډیفنس فورسز او د پوځ سر لښكر فیلډ مارشل عاصم منېر وئيلي دي د سباؤن د جنګ په مېدان كښې په ټېكنالوجۍ اډانه تګلارې د جسماني نقل وحركت ځاے اغستے دے ٬ له دې كبله د پاكستان وسله وال ځواكونه عصري حربي صلاحتيونه ترلاسه كولو او د ګڼ اړخيزه جنګ په چيلنجونو قابو موندلو له ارتقائي پړاؤنو څخه تيريږي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د بهاولپور ګېرېژن دورې او په خېرپور ټاميوالي كښې د اعلی كچې فیلډ مشقونو مشاهدې په موقع ځوانانو ته خطاب كښې وكړه۔ آئي اېس پي آر له مخې په دې موقع فیلډ مارشل عاصم منېر ته د کور د بېلو آپرېشنل، تربیتي او انتظامي اړخونو او په خاص توګه د ګڼ اړخيزه جنګ په چمتو والي بشپړ بريفنګ وركړے شو۔ سر لښكر په خېرپور ټامیوالي كښی د لوړې كچې فیلډ مشق “استقامتِ عزم” مشاهدہ وكړه۔ پوځي ځوانانو ته خپل خطاب كښې سر لښكر د دې عزم پخلے وكړو چې د پاكستان وسله وال ځواكونه د ګران هېواد خپلواكۍ او د سيمه ايزې سلامتيا دفاع لپاره د هر ډول خطرو په ضد بشپړ چمتوالي لري۔ فیلډ مارشل عاصم منېر په دې خبره رڼا واچوله چې د پاكستان وسله وال ځواكونه د بېلو څانګو له لويو بدلونونو عمل څخه تېرېږي۔ ده ووئيل د سباؤن جنګي ميدان كښې به په ټېكنالوجۍ اډانه تګلاره د جسماني نقل وحركت ځايې اخلي او دا به د جارحانه او دفاعي كارروائيو انداز په بنيادي توګه بدل كړي ٬ له دې كبله د پاكستان وسله وال ځواكونو په تندۍ سره ټېكنالوجي كارول پېل كړې ده ۔ دې څخه وړاندې سر لښكر د “روهی ای-اسکلز لرننګ هب” (STP) پرانسته وكړه چې مقصد يۍ ګرد هېواد په خاص توګه د سوئيلي پنجاب زده كوونكو لپاره ډيجيټل مهارتونه او د زده كړوموقعې برابرول دي۔ ده د اے پی اېس عباسیه کېمپس پرانسته هم وكړه كوم چې د معياري تعليم او كردار سازۍ حوالې سره د پاك پوځ د عزم ښكاره ثبوت دے۔ بهاولپور ګېرېژن ته د رارسېدو په مهال کور کمانډر بهاولپور آرمي چيف ته هركلے اووې۔ ده د شهيدانو په يادګار د ګلونو څادر خپور كرو او د هغوي قربانيو ته يې پېرزوئنې وړاندې كولو سره د هغوي روحونو ته ثواب رسولو له فاتحه خواني وكړه۔

مزید خبریں