صدر مملكت آصف علي زرداري د “ډي پي ورلډ” ګروپ چيئرمېن او چيف ايګزيكټو آفيسر سلطان احمد بن سليم سره ملاقات

دبئي 28جنوری(اے پی پی)صدر مملكت آصف علي زرداري د "ډي پي ورلډ"ګروپ چيئرمېن او چيف ايګزيكټو آفيسر سلطان احمد بن سليم سره ملاقات وكړو۔په دې مهال د پاكستان او ډي پي ورلډ ترمينځه د زياتېدونكې مرستې جاج واخستلے شو او په دې خبره سلاح راغله چې اوسنې د حكومتونو ترمينځه لوظ نامې د دواړو اړخو مضبوط عزم عكاسي كوي۔د شورو په ورځ د ايوان صدر پرېس څانګې لخوا جاري شوي …

دبئي 28جنوری(اے پی پی)صدر مملكت آصف علي زرداري د “ډي پي ورلډ”ګروپ چيئرمېن او چيف ايګزيكټو آفيسر سلطان احمد بن سليم سره ملاقات وكړو۔په دې مهال د پاكستان او ډي پي ورلډ ترمينځه د زياتېدونكې مرستې جاج واخستلے شو او په دې خبره سلاح راغله چې اوسنې د حكومتونو ترمينځه لوظ نامې د دواړو اړخو مضبوط عزم عكاسي كوي۔د شورو په ورځ د ايوان صدر پرېس څانګې لخوا جاري شوي بيان ترمخه صدر د پاكستان سره د ډي پي ورلډ د مضبوطې او تل پاتې همكارۍ او د هېواد لاجسټكس٬بندرګاهونو آپرېشنز او انفراسټركچر كښې د دې كردار وستائېلو۔صدر مملكت ووئيل دا اقدامات د پاكستان د هغې هدف سره بيخي سم دي د كومو ترمخه چې د هېواد ښه رابطو او جديد لاجسټكس انفراسټركچر د لارې سيمه ايز تجارت او د ټرانزټ مركز په توګه رامخې ته كول دي۔سلطان احمد بن سليم د نړيوال غېر يقيني صورتحال په دې دور كښې د پاكستان تزويراتي اسټريټجك په اهميت باندې رڼا واچوله او په دې خبره يې زور راوړو چې په سمندري لارو د زياتېدونكې فشار ترمخه پاكستان يو كليدي حېثيت لري۔هغه ووئيل د چين او مينځنۍ آسيا سره د پاكستان نيغ په نيغه رابطه تر بحير عرب رسنه او د سړكونو او ريلوے نيټ ورك د لارې زمكيزه رابطه به سيمه ايز تجارت او نړيوالې رابطه كارۍ له اسټريټجك مركز ګرځوي۔هغه ووئيل پاكستان د سمندر او زمكې د لارې د نړۍ مهمو برخو تړلو يو قدرتي مركز دے۔هغه د دې عزم پخلے وكړو چې متحده عرب امارات په لسيزو د باور وړ او زړو اړيكو په بنياد به پاكستان سره نزدې مرسته روانه ساتي۔صدر مملكت آصف علي زرداري د پارټنر ادارو ته د اداره جاتي سهوليات او تند رفتارو منظورو وركولو لپاره د پاكستان حكومت د عزم پخلے وكړو۔ملاقات كښې عرب امارات كښې د پاكستان سفير هم موجود وو۔

مزید خبریں