اسلام آباد28جنوری(اے پی پی) د خزانې وفاقي وزير محمد اورنګزيب او د پيټروليم وفاقي وزير علي پروېز ملك د شورو په ورځ خزانې وزارت كښې د آل پاكستان ټيكسټائل ملز ايسوسي اېشن(اپټما)پلاوي سره ملاقات وكړو او ټيكسټائل څانګې ته د ورمخې ته شوو مهمو مسئلو حل لپاره يې حكومت لخوا پرله پسې رابطه او د مرستې باور وركړو ۔د ملاقات په مهال وفاقي وزيرانو په دې امر زور راوړو چې …
د خزانې وفاقي وزير محمد اورنګزيب او د پيټروليم وفاقي وزير علي پروېز ملك سره د آل پاكستان ټيكسټائل ملز ايسوسي اېشن پلاوي ملاقات٬ټيكسټائل سيكټر ته د ورمخې ته شوو چېلنجونو مخ نيوي لپاره د حكومتي عزم پخلے

مزید خبریں
اسلام آباد28جنوری(اے پی پی) د خزانې وفاقي وزير محمد اورنګزيب او د پيټروليم وفاقي وزير علي پروېز ملك د شورو په ورځ خزانې وزارت كښې د آل پاكستان ټيكسټائل ملز ايسوسي اېشن(اپټما)پلاوي سره ملاقات وكړو او ټيكسټائل څانګې ته د ورمخې ته شوو مهمو مسئلو حل لپاره يې حكومت لخوا پرله پسې رابطه او د مرستې باور وركړو ۔د ملاقات په مهال وفاقي وزيرانو په دې امر زور راوړو چې ټيكسټائل صنعت د پاكستان معيشت كښې د ملا د تير حيثيت لري ځكه چې دا برآمدات٬روزګار او صنعتي هلو ځلو كښې ځانګړے كردار ادا كوي۔ده تر پراخه معاشي اصلاحات فريم ورك له مخې د دې څانګې پائيدار سباؤن لپاره د حكومت د عزم پخلے وكړو ۔د خزانې وفاقي وزير پلاوي لخوا د تحفظات نوټس اغستو سره ووئېل حكومت برآمدي صنعتونو لپاره كاروباري لګښت متاثر كوونكو د بيلو چارو په سنجيدګۍ سره جاج اخلي۔ده واضحه كړه چې د توان په بيعو كښې د استطاعت او وركولو تسلسل مهم ترجيحات كښې شامل دے او اړوندو وزارتونو او سټيك هولډرز سره مشاورت سره په داسې آپشنز غور كېږي كوم څخه چې كاركردګۍ او مسابقت كښې ښه والې راشي او مالي نظم و ضبط او د نظام پائيداري هم په ځاے وساتلې شي۔ سينيټر اورنګزيب په دې خبره زور راوړو چې د توان په څانګه كښې اصلاحات په متوازن انداز كښې كولې شي دغسې چې صنعتي پیداوار له سهارا وركړې شي او قومي معيشت د ګټې تحفظ اوشي۔د دې څخه وړاندې اپټما پلاوي وفاقي وزيران د ټيكسټائل سيكټر د موجوده صورتحال او نړيوالو منډيانو كښې د زيات شوې مسابقت په لړ كښې يې په برآمدات كوونكو رامخې ته فشار نه خبر كړل ۔اپټما پلاوي كښې چیئرمین کامران ارشد، چیئرمین نارتھ زون اسد شفیع، سینئر وائس چیئرمین محمد جمیل قاسم، وائس چیئرمین شهزاد احمد شیخ، وائس چیئرمین صدیق جاوید بھټی، پخوانې چیئرمین عامر فیاض شیخ، پخوانې چیئرمین رحیم ناصر، سینئر ممبر خرم انعام، سیکرټری جنرل رضا باقر، انرجی ایډوائزر عاصم ریاض او سینئر اکنامسټ سید ابصر علی شامل و۔په غونډه كښې د پاور ډويژن سېكرټري او د خزانې او محصولات وزارت سينئر چارواكي هم موجود وو










