وفاقي وزير رانا تنوير حسين په مشرۍ كښې د نېشنل وهيټ اوورسائټ كمېټۍ څلورمه غونډه٬ د غنمو اخستو منصوبې٬ د موجوده پنګو٬ د بين الصوبائي همغږۍ او د منډۍ استحكام جاج واغست

اسلام آباد28جنوری(اے پی پی) وفاقي وزير رانا تنوير حسين په مشرۍ كښې د نېشنل وهيټ اوورسائټ كمېټۍ څلورمه غونډه وشوه كومه كښې چې په هېواد كښې د مجموعي غنمو صورتحال 2026 لپاره د غنمو اخستو منصوبې ٬موجوده پنګو٬ د بين الصوبائي همغږۍ او د منډۍ استحكام جاج واخستلے شو ۔په غونډه كښې د ټولو صوبو او اړوندو وفاقي ادارو نمائندګانو ګډون وكړو ۔كمېټۍ په ټول هېواد كښې د غنمو رسد …

اسلام آباد28جنوری(اے پی پی) وفاقي وزير رانا تنوير حسين په مشرۍ كښې د نېشنل وهيټ اوورسائټ كمېټۍ څلورمه غونډه وشوه كومه كښې چې په هېواد كښې د مجموعي غنمو صورتحال 2026 لپاره د غنمو اخستو منصوبې ٬موجوده پنګو٬ د بين الصوبائي همغږۍ او د منډۍ استحكام جاج واخستلے شو ۔په غونډه كښې د ټولو صوبو او اړوندو وفاقي ادارو نمائندګانو ګډون وكړو ۔كمېټۍ په ټول هېواد كښې د غنمو رسد صورتحال تفصيلي جاج واخست او په دې امر يې د اطمينان څرګندونه وكړه چې موجوده غذائي كال لپاره قامي ضروريات پوره كولو له د غنمو زياتره پنګې شته۔په ښكاره توګه ووئېل شول چې د غنمو كوم كمے نشته او تر راتلونكې فصل د غنمو د كوم تعطل نه غېر شتون باوري كولو لپاره مناسب انتظامات موجود دي۔۔په غونډه كښې موجوده ربيع سيزن 2025-26 په مهال د غنمو د كرلو پېشرفت هم جاج واغست۔

مزید خبریں