اسلام آباد28جنوری(اے پی پی)د اطلاعات او خپرونو وفاقي سېكرټري اشفاق احمد خليل او پرنسپل انفارمېشن آفيسر(پي آئي او)مبشر حسن د راولپینډي اسلام آباد يونين آف جرنلسټس(آر آئي يو جے)نوو ټاكلے شوو منتخب عهديدارو له مباركي وركړې ده ۔د شورو په ورځ په خپل بيان كښې د اطلاعات سېكرټري اشفاق احمد خليل او پي آئي او مبشر حسن ټاكلي صدر آصف بشير چوهدري ته په صدر٬بشير عثماني ته په جنرل سېكرټري٬اظهار …
د اطلاعات وفاقي سېكرټري اشفاق احم خليل او پرنسپل انفارمېشن آفيسر مبشر حسن آر آئي يو جے په ټاكنو كښې كاميابو عهديدارو ته مباركي وركړه

مزید خبریں
اسلام آباد28جنوری(اے پی پی)د اطلاعات او خپرونو وفاقي سېكرټري اشفاق احمد خليل او پرنسپل انفارمېشن آفيسر(پي آئي او)مبشر حسن د راولپینډي اسلام آباد يونين آف جرنلسټس(آر آئي يو جے)نوو ټاكلے شوو منتخب عهديدارو له مباركي وركړې ده ۔د شورو په ورځ په خپل بيان كښې د اطلاعات سېكرټري اشفاق احمد خليل او پي آئي او مبشر حسن ټاكلي صدر آصف بشير چوهدري ته په صدر٬بشير عثماني ته په جنرل سېكرټري٬اظهار خان نيازي ته په فنانس سيكرټري٬توصيف عباسي او رشيد ملك ته په نائب صدر او راجه عمران جنجوعه او رانا فرحان اسلم ته د جوائنټ سيكريټريز په ټاكلے كېدو مباركي وركړه او دوي لپاره يې د نيكو هيلو څرګندونه وكړه۔د اطلاعات وفاقي سېكرټري او پي آئي او ووئېل آر آئي يو جے د صحافي ورورولۍ اجتماعي ګټې تحفظ كښې مهم كردار ادا كوي٬هيله ده چې نوے ټاكلے قيادت به د خبريالانو مسئلو حل او تنظيمي استحكام لپاره موثر اقدامات وكړي۔دوي ووئيل د اطلاعات او خپرونو وزارت به د خبريالانو خېرښېګړی او د صحافت آزادۍ ودې لپاره خپله مرسته روانه ساتي










