اسلام آباد28جنوری(اے پي پي) د نوموړي خبريال اعجاز مهر مور په مړينه اسلام آباد نېشنل پرېس كلب كښې يو تعزيتي ريفرنس وشو چې پكښې سينئر خبريالانو افضل بټ٬شاكر سولنګي٬شاه محمد ډيټهو پشمول اينكر پرسنز او خبريالانو په لويه شمېره ګډون وكړو۔په دې موقع د ارواښادې بخښنې لپاره فاتحه خواني وشوه۔ د نوموړې خبريال اعجاز مهر مور د 76 كلونو په عمر كښې د جنورۍ په 17مه نيټه د كراچۍ نجي …
د نوموړې خبريال اعجاز مهر د مور په مړينه تعزيتي ريفرنس

مزید خبریں
اسلام آباد28جنوری(اے پي پي) د نوموړي خبريال اعجاز مهر مور په مړينه اسلام آباد نېشنل پرېس كلب كښې يو تعزيتي ريفرنس وشو چې پكښې سينئر خبريالانو افضل بټ٬شاكر سولنګي٬شاه محمد ډيټهو پشمول اينكر پرسنز او خبريالانو په لويه شمېره ګډون وكړو۔په دې موقع د ارواښادې بخښنې لپاره فاتحه خواني وشوه۔ د نوموړې خبريال اعجاز مهر مور د 76 كلونو په عمر كښې د جنورۍ په 17مه نيټه د كراچۍ نجي روغتون كښې د مختصر ناروغتيا نه پس په حق ورسېده او هغه يې د ګهوټكي سره نزدې د خپل كلي اديره ګوټه عارب مهر كښې خاورو ته وسپارله۔د دې نه علاوه كراچۍ كښې اختر حسين مهر٬خالد حسين مهر او سجاد حسين مهر لخوا هيوسټن٬امريكا كښې د غمرازۍ غونډې وشوې۔د دې نه علاوه سينئر خبريال اعجاز مهر٬اختر حسين مهر٬خالد حسين مهر او سجاد حسين مهر د مور په مړينه د غرازۍ په څرګندونه مننه وكړه۔










