اسلام آباد ۔ 28 جنوري(اے پي پي)د لنډ مهاله صدر سيد يوسف رضا ګېلاني سره د خېبر پښتونخوا ګونر فېصل كريم كنډي د هغه په استوګنه ملاقات وكړو۔ د ملاقات په مهال د هېواد په مجموعي سياسي وضعه په تفصيل سره خبرې وشوې چې پكښې خېبر پښتونخوا كښې په امن ٬ د ښې واكمنۍ او د صوبې به محموعي صورتحال د خيالاتو څرګندونه وشوه ۔ د شورو په ورځ د …
د لنډ مهاله صدر سيد يوسف رضا ګېلاني سره د ګورنر فېصل كريم كنډي ملاقات ٬ د هېواد په مجموعي سياسي وضعه د خيالاتو څرګندونه

مزید خبریں
اسلام آباد ۔ 28 جنوري(اے پي پي)د لنډ مهاله صدر سيد يوسف رضا ګېلاني سره د خېبر پښتونخوا ګونر فېصل كريم كنډي د هغه په استوګنه ملاقات وكړو۔ د ملاقات په مهال د هېواد په مجموعي سياسي وضعه په تفصيل سره خبرې وشوې چې پكښې خېبر پښتونخوا كښې په امن ٬ د ښې واكمنۍ او د صوبې به محموعي صورتحال د خيالاتو څرګندونه وشوه ۔ د شورو په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ نه جاري بيان تر مخه لنډ مهاله صدر ووئېل د پاكستان برنے ايوان چې په كښې ټولو صوبو ته يو ډول نمانئدګي تر لاسه ده د هېواد د ټولو صوبو ترقۍ او خوشحالۍ لپاره موثر كردار ادا كوي ۔ ده ووئېل په سېنېټ كښې د ټولو صولو څخه تعلق لرونكې پارلمنټرينز د خپلو سيمو موثر غږونه دي او د اولس مسائل حل كولو لپاره په زړه پورې ډول كار كوي۔ لنډ مهاله صدر د ترهه ګرۍ خلاف جنګ كښې د خېبر پښتونخوا اولس ته په ځانګرې مړانه او قربانيو او استقامت پېرزوئنې وړاندې كولو سره ووئېل به صوبه كښې تل پاتي امن بس د ترقۍ او خوشحالۍ بنياد دے۔ ده ووئېل د خېبر پښتونخوا په خاص توګه د ضم شوو ضلعو اولس لويې قربانۍ وركړي دي كومې چې هېرېدې نشي۔ ده عزم څرګند كړو چې د خېبر پښتونخوا اولس بشمول د ضم شوو ضلعو ترقۍ ٬ خوشحالۍ او یښګړې ته حكومت اول پام لرنه كوي او دې مقصد له ټول تر لاسه وسائل كارولې شي۔ دغسې ګورنر صوبه كښې د امن وامان راوستو ٬ ښه واكمنۍ ته د ودې او د اولس ښیګړې له د روانو اقداماتو نه خبر كړو۔










