اسلام آباد ۔ 28 جنوري (اے پي پي) د كورنيو چارو وزير مملكت سېنېټر طلال چوهدري وئېلي دي په تيراه وادۍ كښې كوم آپرېشن نه كېږي٬ حكومت ټولې پرېكړې د اولس ګټې او ډ ځايي خلقو په اعتماد كښې اغستو سره په كولو باور لري ۔ د شورو په ورځ خپل يو بيان كښې وزير مملكت ووئېل د تيراه وادۍ په اړه څپور شوي خبرونه حقائق نه لري بلكې د …
په تيراه كښې كوم آپرېشن نه كېږي٬ چې كله هم كوم آپرېشن كول وي ٬ اعلانيه او ټولو ته په وئېلو به كېږي ٬ طلال چوهدري

مزید خبریں
اسلام آباد ۔ 28 جنوري (اے پي پي) د كورنيو چارو وزير مملكت سېنېټر طلال چوهدري وئېلي دي په تيراه وادۍ كښې كوم آپرېشن نه كېږي٬ حكومت ټولې پرېكړې د اولس ګټې او ډ ځايي خلقو په اعتماد كښې اغستو سره په كولو باور لري ۔ د شورو په ورځ خپل يو بيان كښې وزير مملكت ووئېل د تيراه وادۍ په اړه څپور شوي خبرونه حقائق نه لري بلكې د يو مخصوص بيانيي تر مخه د قامي ادارې نام اغستلې كېږي دغسې چې په انتظاميي چارو كښې د شوې مبينه بے ضابطو نه پام اخوا كړے شي۔ ده ووئېل وفاقي حكومت او امنيتي ادارې د هېواد كښې د امن و امان راوستو لپاره عزم لري او كوم نوے ګام به د ټولو ستېك هولډرز په باور سره پورته كولې شي ۔ ده ووئېل تيراه وادۍ كښې نه د خلقو كده كول او په دې مد كښې بېلې كړې څلور اربه روپو سپېځلتيا باوري كول دي ٬ ځكه چې څنكھ دا رقم جاري كړے شو نو ناوړه ډنډوره پېل كرې شوه دغسې چې اصل حقائق پت كړے شي۔ ده ووئېل چې كله هم كوم آپرېشن كول وي ٬ اعلانيه او ټولو ته په وئېلو به كېږي ۔










