اسلام آباد۔28جنوري (اے پي پي ) د کشمیر، ګلګت بلتستان و سیفران وفاقي وزير انجینئر امیر مقام سره د کشمیر کونسل یورپي یونین چیئرمین علی رضا سید کپه مشرۍ كښې پلاوي ملاقات وكړو ۔ د شورو په ورځ د جاري بیان تر مخه پلاوي سره خبرو كښې وفاقي وزیرانجینئر امیر مقام ووئېل د کشمیر مسئله د پاکستان خارجه پالیسۍ مرکزي نکته ده او د کشمیر اوسل ته د ملګرو ملتونو …
د وفاقي وزیر انجینئر امیر مقام سره د کشمیر کونسل د يورپي یونین چیئرمین علی رضا سید په شمرۍ كښې د بلاوي ملاقات

مزید خبریں
اسلام آباد۔28جنوري (اے پي پي ) د کشمیر، ګلګت بلتستان و سیفران وفاقي وزير انجینئر امیر مقام سره د کشمیر کونسل یورپي یونین چیئرمین علی رضا سید کپه مشرۍ كښې پلاوي ملاقات وكړو ۔ د شورو په ورځ د جاري بیان تر مخه پلاوي سره خبرو كښې وفاقي وزیرانجینئر امیر مقام ووئېل د کشمیر مسئله د پاکستان خارجه پالیسۍ مرکزي نکته ده او د کشمیر اوسل ته د ملګرو ملتونو قراردادوں تر مخه د حق خودارادیت وركولو لپاره حکومت په هره كچه موثر سفارتي اقدامات کوي ۔ ده ووئېل یورپي یونین او نړيوالې ورورولۍ له مقبوضه جموں و کشمیر كښې د هند مظالم، بشري حقونو د سنګینو خلاف ورزو اود آبادی تناسب بدلولو د هلو ځلو نوټس اغستل پكا دے ۔ده نزدې د 8 لشيزو نه د هند زیر قبضہ كړي جموں و کشمیر اولس بے پناہ ستونزو او ظلم و جبر سره مخ دے ، مونږ د هغوي ہم نه كمزورې كېدونكې حوصلې، همت او استقامت ته سلام كوو ، دغسې د آزادۍ او حق خودارادیت تر لاسه كولو لپاره د هغوي عزم نن هم غیر متزلزل دے ۔










