اسلام آباد۔28جنوري (اے پي پي )د بورډ آف انویسټمنټ وفاقي وزير قیصر احمد شیخ وئېلي دي پاک ۔چین منرل کوآپریشن فورم د پاکستان او چین تر مينځه د اقتصادي مرستې او د سرمایه کارۍ لا مضبوطولو لپاره يوه مهمه هڅه ده ۔ د شورو په ورځ فورم ته د خاص مېلمه په حېث خطاب کښې وفاقي وزیر ووئېل د پاکستان او چین دوستي مضبوطه او په آزمائېلې شوې خپلولې تړلې …
پاک-چین منرل کوآپریشن فورم اقتصادي مرستې او د سرمایہ کارۍ ودې له مهمه هڅه ده ، د بورډ آف انویسټمنټ وفاقي وزير

مزید خبریں
اسلام آباد۔28جنوري (اے پي پي )د بورډ آف انویسټمنټ وفاقي وزير قیصر احمد شیخ وئېلي دي پاک ۔چین منرل کوآپریشن فورم د پاکستان او چین تر مينځه د اقتصادي مرستې او د سرمایه کارۍ لا مضبوطولو لپاره يوه مهمه هڅه ده ۔ د شورو په ورځ فورم ته د خاص مېلمه په حېث خطاب کښې وفاقي وزیر ووئېل د پاکستان او چین دوستي مضبوطه او په آزمائېلې شوې خپلولې تړلې شوې ده كومه چې په شريك باور ، مرسته او د مشترکه ترقیاتي اهداف سر كولو سره پرله پسې وده مومي۔ ده ووئېل د دواړو هېوادونو تر مينځه زړه شراکت داري د معدنیات او تر نورو څانګو كښې مرستې لپاره يو مضبوط بنیاد وركوي ۔قیصر احمد شیخ ووئېل ما په ذاتي توګه د چین د غیر معمولي ترقۍ مشاهدہ کړې ده د كومې نه چې پاکستان ډېر څه زده كولې شي ۔ ده ووئېل په ستمبر 2025 كښې د 300 نه زياتو پاکستانو کمپنیو د چین دورہ وكړه او د پاک۔چین بزنس ټو بزنس کانفرنس په مهابل 167 مفاهمتي یادداښتونو (ایم او یوز) باندې لاس ليك وشو ۔قیصر احمد شیخ ووئېل بورډ آف انویسټمنټ سرمایه کارو ته په زړه پورې سهولت وركوي چې پكښې د ایز آف ډوئنګ بزنس كښې ښه والے ، خاص اقتصادي زونز (SEZs) د لارې مراعات او د ریګولیټري اصلاحات شامل دي ہ۔ ۔ په دې فورم كښې پاکستان كښې د چین سفیر، د منصوبه بندۍ وفاقي وزیر احسن اقبال، وفاقي وزیر علي پرویز، اعلیٰ سرکاري افسران، د چین او پاکستان کمپنیو استازو ، سرمایه کارو او د معدني و صنعتی څانګې تعلق لرونكو سټیک هولډرز شرکت وكړو ۔










