اسلام آباد۔28جنوري (اے پي پي) د کشمیر و ګلګت بلتستان چارو و سیفران وفاقي وزير انجینئر امیر مقام او د خېبر پښاونخوا ګورنر فیصل کریم کنډي وئېلي دي د این ایف سي ایوارډ تر مخه خیبر پښتونخوا ته خپله برخه پرله پسې تر لاسه كېږي ،دوي ته هغه برخه وركړې كېږي كومه چې نورو صوبو ته هم تر لاسه كېږي، امن،ترقي او د خوشحالۍ لپاره به وفاق او صوبې له …
این ایف سي ایوارډ تر مخه خیبر پښتونخوا ته خپله برخه تر لاسه كېږي ، امن،ترقي او خوشحالۍ لپاره وفاق او صوبې له به په ګده كار كول وي ٬ ، د وفاقي وزیر انجینئر امیر مقام او ګورنر فیصل کریم کنډي کی میډیا سره خبرې

مزید خبریں
اسلام آباد۔28جنوري (اے پي پي) د کشمیر و ګلګت بلتستان چارو و سیفران وفاقي وزير انجینئر امیر مقام او د خېبر پښاونخوا ګورنر فیصل کریم کنډي وئېلي دي د این ایف سي ایوارډ تر مخه خیبر پښتونخوا ته خپله برخه پرله پسې تر لاسه كېږي ،دوي ته هغه برخه وركړې كېږي كومه چې نورو صوبو ته هم تر لاسه كېږي، امن،ترقي او د خوشحالۍ لپاره به وفاق او صوبې له په ګډه کار كول وي ، په مرکز نور لګولو په ځائے دې عملي اقدامات وكړے شي ،د ترهه ګرۍ په معامله سیاست نه قامي يو والي ته اړتيا ده ، د خیبر پښتونخوا حکومت د اړخه د غنمو په بحران د وفاق سره د خبرو په ځائے تورونه لګولې كېږي ، د ریاست مخالف عناصر سره خبرې اترې او وفاق نه انکار دا سمه نه ده ، د اولس مسائل شاته كولو سره د هرې خبرې آغاز د بندي 804 د نامې نه كېږي ۔ د دې خیالاتو څرګندونه دوي د شورو به ورح اسلام آباد كښې میډیا سره خبرو كښې وكړه۔ وفاقي وزیر انجینئر امیر مقام ووئېل د خیبر پښتونخوا حکومت هره معامله د سیاست نذر کول د هېواد د ګټې خلاف ده ، ترهه ګري د كوم يو ګوند یا د حکومت نه د ټول قام مسئله ده ،د ترهه ګرۍ په معامله سیاست نه قامي یو والي تهاړتيا ده۔ده ووئېل د فاټا قبائلي مشرانو سره خبرې د حکومت د لارې ممکن دي ، د حقائق رامخې ته كېدو سره معامله ته غلط رنګ وركول مناسب نه دي ،ډپڼي کمشنر، کمشنر او سرکاري استازي مسلسل خبرو كښې شامل پاتي دي ،کابینه كښې د 4 ارب روپو منظورۍ فیصله واضحه ده ،د اولس ګمراہ کولو سره يره ترهه خپرول ناانصافي ده ۔ انجینئر امیر مقام ووئېل انټیلې جنس بیسډ آپریشن ټول هېوزاد كښې د يوې پالیسۍ تر مخه كېږي ،خیبر پښتونخوا كښې د آپریشن پالیسۍ كښې كوم بدلون شنته ، ده ووئېل پي ټي آئي په 12 كاله حکومت کښې د امن متبادل لاره ونه ښودله ، د ترهه ګرۍ خلاف ډبل سټینډرډ قبول نه دے ، د صوبې اوسل سره نا انصافي كېږي ،وزیر اعلیٰ د ټولې پښتونخوا نمائندہ دے د يوې نعرې نه ۔ ده ووئېل د تیراہ په معامله ګمراہ کونكې ډنډوره وكړې شوه ، د هغوي په کابینه كښې چې خبره راغله نو ټول معاملات خرګند شول ، د ترهه ګرۍ معامله ډېره سنګینه ده ، په دې ټولو سټیک هولډرز ېره فیصله كول غواړي ۔ ده ووئېل ته يوازې د بندي 804 وزیراعلیٰ نه يې ته د ټولې صوبې وزیراعلیٰ يې ، د وزیراعلی کار دا نه دے چې كله لاهور او كله کراچۍ ته ځي ٬ ده ووئېل ترهه ګري د ټولو مسئله ده، په دې سیاست نه دې پكار ، په تیراہ كشې آپریشن كه كېږي نو په انټیلې جنس بیسډ آپریشن دے ،چرته جې دترهه ګرو اطلاعات راځي هلته آپریشن كېږي ۔ ۔میډیا ته ګورنر فیصل کریم کنډي ووئېل د تیراہ ځپلو كورنيو مرستې لپاره ډسټري بیوشن سینټرز جوړ دي او 500 كرنيو ته راشن وركړے شوے ، د صوبائي حکومت د آپریشن په اړه بیانات په اولس كښې يره خوره كړه ګورنر وضاحت کښې وئوېل خیبر پښتونخوا كښې كوم پژحي آپریشن نه كېږي ،انټیلې جنس بیسډ آپریشن يوازې امن و امان لپاره وي ، په ژمي كښې كډه د معمول عمل د ے، 60 فیصد كورنۍ موسمي مائیګریشن كوي ۔










