اسلام آباد۔28جنوری(اے پی پی) د منصوبه بندۍ ٬ پرمختګ او خصوصي اقدامات وفاقي وزير پروفېسر احسن اقبال وئيلي دي د پي ټي آئي تېر حكومت د هېواد معيشت د تباهۍ خلې ته رسولے ؤ او سياسي بې ثباتۍ څخه يوازې لس ورځې وړاندې پاکستان په عملي توګه انټرنلي ډيفالټ شوے ؤ ۔ په اسلام آباد كښې د اېف پي سي سي آئي صدر عاطف اكرام شېخ سره شريك خبري كنفرنس …
هيواد مو د ډيفالټ كېدو نه د استحكام په لار روان كړو، د وفاقي وزير احسن اقبال د ايف پي سي سي آئي صدر عاطف اكرام شيخ سره خبري كنفرنس

مزید خبریں
اسلام آباد۔28جنوری(اے پی پی) د منصوبه بندۍ ٬ پرمختګ او خصوصي اقدامات وفاقي وزير پروفېسر احسن اقبال وئيلي دي د پي ټي آئي تېر حكومت د هېواد معيشت د تباهۍ خلې ته رسولے ؤ او سياسي بې ثباتۍ څخه يوازې لس ورځې وړاندې پاکستان په عملي توګه انټرنلي ډيفالټ شوے ؤ ۔ په اسلام آباد كښې د اېف پي سي سي آئي صدر عاطف اكرام شېخ سره شريك خبري كنفرنس ته خطاب كښې احسن اقبال ووئيل كه څو اونۍ نورې تېرې شوې وې نو پاكستان به اېكسټرنل ډيفالټ سره هم مخ شوے ؤ بياهم موجوده حكومت په وخت اقدامات كولو سره معیشت د ډيفالټ له خطر څخه ويستلو سره د استحكام په لاره روان كړو۔ وفاقي وزير ووئيل نن د نړۍ لويې مالياتي او نړيوالې ادارې د پاكستان د معاشي بحالۍ اعتراف كوي خو د افسوس خبره دا ده چې د هېواد دننه ځينې عناصر يوازې خپل سياست ځلولو له په حكومت ټكونه كوي۔ ده ووئيل پاكستان له آئي اېم اېف څخه خلاصولو او د تلپاتي پرمختګ په لاره روانولو له برآمدات زياتول ضروري دي ٬ زمونږ منزل هغه معيشت دے كوم چې په درآمدات نه بلكې په برآمدات ولاړ وي او دې مقصد لپاره به د پاكستان هرې يوې ضلعې له يو جلا اېکسپورټ ډوېلپمنټ پلان جوړولې شي۔ احسن اقبال ووئيل پاك پوځ مونږ ته معركه حق كښې د بريا ډالۍ راكړه او اوس به مونږ له معركه ترقي ګټل وي٬ هېواد سياسي لانګ مارچ نه بلكې اقتصادي لانګ مارچ ته اړتيا لري۔ ده ووئيل د فتنه او فساد سياست كوؤنكي به مسترد كول وي۔ خبري كنفرنس نه وړاندې د حكومت او فېډرېشن آف پاکستان چېمبرز آف کامرس اېنډ انډسټری (اېف پی سي سي آئي) ترمينځه د اړان پاکستان پروګرام لاندې يو مفاهمتي يادښت (اېم او یو) لاس ليك كړے شو۔ اېم او یو وفاقی وزیر احسن اقبال او صدر اېف پی سی سی آئی عاطف اکرام شېخ لاس ليك كړو۔ د لوظنامې لاندې تر كال 2047ء به پاکستان د 3 ټرېلین ډالر معیشت جوړولو حكومتي وژن عملي كولو له حكومت او صنعت په ګډه كار كوي او اېکسپورټ لیډ ګروتھ، پبلک پرائېوېټ پارټنرشپ او معاشی اصلاحات كښې همكارۍ ته به وده وركولې شي۔ صدر اېف پي سي سي آئي عاطف اكرام شېخ ووئيل اړان پاكستان پروګرام د معاشي پرمختګ روډ مېپ دے ۔ ده ووئيل اړان پاكستان پروګرام د تلپاتي پرمختګ ٬ برآمدات كښې د زياتوالي او د معاشي بحالۍ عزم عكاسي كوي او دا د پاكستان د معاشي پرمختګ ښكاره تګلاره ده










