په معدني څانګه كښې ستراتيجيكي همكارۍ ته ودې له د پاك – چين معدني مرستې فورم ٬ په مفاهمتي يادښتونو لاس ليك ٬ د وفاقي وزيرانو ٬ سفارتي استازو او همكارانو ګډون

اسلام آباد۔28جنوری(اے پی پی) پاک چین معدنی مرستې فورم د شورو په ورځ په جناح كنونش سېنټر كښې وشو په كوم كښی چې وفاقي وزيرانو ٬ سفارتي استازو ٬ د چينائي ادارو او صنعت همكارانو ګډون وكړو۔ د فورم مقصد د پاكستان معدني څانګه كښې دوه اړخيزه همكاري مضبوطول او د تلپاتي پرمختګ او سرمايه كارۍ نوې موقعې لټول وو۔ په فورم كښې 71 چینائي كمپنيو ، 133 پاکستانو کمپنیو …

اسلام آباد۔28جنوری(اے پی پی) پاک چین معدنی مرستې فورم د شورو په ورځ په جناح كنونش سېنټر كښې وشو په كوم كښی چې وفاقي وزيرانو ٬ سفارتي استازو ٬ د چينائي ادارو او صنعت همكارانو ګډون وكړو۔ د فورم مقصد د پاكستان معدني څانګه كښې دوه اړخيزه همكاري مضبوطول او د تلپاتي پرمختګ او سرمايه كارۍ نوې موقعې لټول وو۔ په فورم كښې 71 چینائي كمپنيو ، 133 پاکستانو کمپنیو او 850 څخه زياتو كسانو ګډون وكړو كوم چې په معدني څانګه كښې همكارۍ كښې د دواړو هېوادونو د ژورې خوښې عكاسي كوي۔ د پرانستې په دستوره كښې وفاقی وزیر پروفیسر احسن اقبال ، د چین سفیر جیانګ ژائی ډونګ، وفاقي وزیر علي پرویز ملک او وفاقي وزیر قېصر احمد شېخ هم شامل وو۔ په خپل خطاب كښې وفاقي وزير احسن اقبال ووئيل د پاكستاني رامخې ته كېدونكي معدني معيشت لپاره د چين تجربه زياته مهمه ده۔ ده د سېنډک کاپر–ګولډ منصوبې، دُدّر لیډزنک منصوبې او د سندھ اېنګرو کول مائننګ كمپنۍ په څير كاميابو شريكو منصوبو ذكر كولو سره په نوي كاپر ګولډ امكانات زياتېدونكې همكاري په ډاګه كړه۔ د منصوبه بندۍ وزير چینائي كمپنيو ته په پاكستان منرلز انوېسټمنټ فورم 2026 كښې د ګډون كولو بلنه وركړه۔ د چين سفير جيانګ ژائي ډونګ د پاكستان په معدني څانګه كښې سرمايه كارۍ ٬ استعداد سازۍ او ټېكنالوجۍ ته ودې وركولو كښې د چين د ژورې خوښې پخلے وكړو۔ ده ووئيل ذمه واره كان كني د وسائلو غوره استعمال او ځائي آبادۍ سره هم آهنګ اړيكو ته وده وركوي۔ ده ووئيل د سېنډک منصوبې لاندې تر دې دمه 5,200 څخه زيات ځائي کارکنان تربيه كړې شوي دي ٬ دغسې ده دځائي شموليت زياتولو لپاره د چين عزم تكرار كړو۔

مزید خبریں