اسلام آباد28جنوری(اے پی پی)د خزانې او محصولات وفاقي وزير سينيټر محمد اورنګزيب وئېلي دي حكومت د كلي معيشت استحكام٬ د مالي پائيدارۍ او په ماسبقت د اډانه ترقۍ و نمو لپاره اقدامات كوي٬ د ټيكس پشمول ځينو څانګو كښې ډهانچه جاتي اصلاحات په پروګرام عملدرآمد كيږي۔ده دا خبره د شورو په ورځ د المان پاكستان كښې سفير اناليپل سره ملاقات كښې كړی٬په ملاقات كښې د پاكستان او المان ترمينځه د …
حكومت د كلي معيشت استحكام٬مالي پائيدارۍ او په ماسبقت اډانه ترقۍ و نمو لپاره اقدامات كوي٬ د ټيكس پشمول ځينو څانګو كښې د ډهانچه جاتي اصلاحات په پروګرام عملدرآمد كيږي۔د خزانې وفاقي وزير محمد اورنګزيب د المان سفير سره ملاقات كښې خبرې

مزید خبریں
اسلام آباد28جنوری(اے پی پی)د خزانې او محصولات وفاقي وزير سينيټر محمد اورنګزيب وئېلي دي حكومت د كلي معيشت استحكام٬ د مالي پائيدارۍ او په ماسبقت د اډانه ترقۍ و نمو لپاره اقدامات كوي٬ د ټيكس پشمول ځينو څانګو كښې ډهانچه جاتي اصلاحات په پروګرام عملدرآمد كيږي۔ده دا خبره د شورو په ورځ د المان پاكستان كښې سفير اناليپل سره ملاقات كښې كړی٬په ملاقات كښې د پاكستان او المان ترمينځه د معاشي مرستې مجموعي صورتحال جاج واخستلے شو او تجارت٬سرمايه كارۍ او پرمختګ په څانګو كښې دوه اړخيزه مرستې لا قوي كولو لپاره پرله پسې روابط په اهميت زور راوړلے شو ۔ډلو معاشي روابط لا زياتولو او د اوږدې مودې پرمختګ لپاره مرستياله٬سپيځلې او د پيش ګوئي وړ كاروباري ماحول ودې لپاره د خپل شريك عزم پخلے وكړو ۔د خزانې وزير د حكومت مجموعي معاشي وژن او اصلاحات په اړه ترجيحات څخه خبرولو كښې د كلي معيشت استحكام٬مالي پائيدارۍ او د مسابقت اډانه پرمختګ اهميت رامخې ته كړو ۔ده د معاشي بحالۍ ملاتړ٬برآمدي صلاحيت كښې اضافه او د بهرنو جړقونو په مقابل كښې معيشت قوي كولو لپاره په روان اقدامات كښې د جامع او پائيدار پرمختګ باوري كولو لپاره د ډهانچه جاتي اصلاحات رفتار په ځاے ساتلو هم زور راوړ و۔ملاقات كښې د حكومت محصولات او ټيكس اصلاحات په ايجنډا هم تفصيلي خبرې وشوې ۔د خزانې وزير واضحه كړه چې دا اصلاحات سپيځلتيا او انصاف ته ودې وركولو٬معاشي خرابتيا كمولو او ټولو معاشي ډلو لپاره يو ډول موقعې وركولو لپاره وضع كړی شوي ٬دې سره د سرمايه كارۍ او دستاويزي معيشت ډاډګيرنه هم هغه مهم مقاصد دې۔د المان سفير د روانو اصلاحاتي اقدامات هركلے وكړو او د كاروباري ورورولۍ سره د شوو ملاقاتونو په رڼا كښې يې عمومي مشاهدات باندې تبادله وكړه چې پكښې د پالېسو وضاحت٬تسلسل او شراكتدارو او سركاري ادارو ترمينځه په موثر مكاله زور راوړلے شو ۔۔ډلو د پاكستان او المان ترمينځه د قوي او اوږدې مودې شراكتدارۍ پخلے وكړو او معاشي اصلاحات٬ د سرمايه كارۍ ودې او د شريكې ګټې اډانه مرستې لپاره د نزدې رابطه كارۍ او تعميري مكالمې په ځاے ساتلو له د عزم څرګندونه وشوه










