اسلام آباد28جنوری(اے پی پی)د كابينې اقتصادي رابطه كمېټۍ (اي سي سي)د پاسكو 5 لكه ميټرك ټنه غنمو مسابقتي بولۍ د لارې د خرڅولو منظوري وركړی ده ٬په غونډه كښې ځينو وزارتونو او ډويژنونو لپاره تكنيكي ضمني ګرانټس منظوري هم وركړې شوه ۔د اقتصادي رابطه كمېټۍ غونډه د شورو په ورځ خزانې وزارت كښې د خزانې او محصولات وفاقي وزير سينيټر محمد اورنګزيب په مشرۍ كښې وشوه چې پكښې د مهمو …
اي سي سي د پاسكو 5 لكه ميټرك ټنه غنمو د مسابقتي بولۍ د لارې د خرڅولو منظوري وركړه

مزید خبریں
اسلام آباد28جنوری(اے پی پی)د كابينې اقتصادي رابطه كمېټۍ (اي سي سي)د پاسكو 5 لكه ميټرك ټنه غنمو مسابقتي بولۍ د لارې د خرڅولو منظوري وركړی ده ٬په غونډه كښې ځينو وزارتونو او ډويژنونو لپاره تكنيكي ضمني ګرانټس منظوري هم وركړې شوه ۔د اقتصادي رابطه كمېټۍ غونډه د شورو په ورځ خزانې وزارت كښې د خزانې او محصولات وفاقي وزير سينيټر محمد اورنګزيب په مشرۍ كښې وشوه چې پكښې د مهمو معاشي٬مالي او شعبه جاتي چارو جاج واخستلے شو ۔د غونډې مقصد د كلي معيشت استحكام باوري كول د ٬صارفين د ګټې تحفظ كول٬سماجي خذمات قوي كول او د مهمو سركاري ادارو آپرېشنل ضروريات پوره كول وو۔په غونډه كښې د قومي غذائي تحفظ او تحقيق وفاقي وزير رانا تنوير حسين او د سرمايه كارۍ وفاقي وزير قيصر احمد شيخ نه علاوه د اړوندو وزارتونو او ډويژنونو او ريګوليټري ادارو وفاقي سېكرټريز او سينئر چارواكو ګډون وكړو ۔په غونډه كښې د پاسكو 5 لكه ميټرك ټنه غنمو د مسابقتي بولۍ د لارې د خرڅولو منظوري هم وركړې شوه ٬د دې اقدام مقصد د اضافي پنګې موثر انتظام٬ذخيره كول او خيال ساتلو اخراجات كښې كمے ٬د هېواد غنمو ماركيټ كښې د بيعو استحكام باوري كول او د غذائي تحفظ تقاضو تحفظ كول دي٬په دې لړ كښې كمېټۍ د پنجاب حكومت د خوراك او تحفظ محكمې صارفين ته پاسكو ته د 3 لكه ميټرك ټنه غنمو وركولو منظوري هم وركړه دغسې چې د اوړو ملز لپاره د مناسب غنمو وركړه په ځاے وساتلې شي٬په بيعو كښې استحكام راشي او صارفين ته د اوړو د تعطل نه غېر شتون باوري كړی شي۔په غونډه كښې د پاكستان پوسټ آفس ډيپارټمنټ(پي پي او ډي)د يوټيليټي كمپنو واجب الادا قوم د ادائيګۍ ضرورت جاج واخستلے شو او څو كلونو راهيسې د جمع شوو بقاياجات ادائيګۍ لپاره د 10.98 ارب روپو د تكنيكي ضمني ګرانټ جاري كولو منظوري وركړې شوه ۔په غونډه كښې د قومي صحت خذمت وزارت٬ضوابط له مخې وفاقي ډائرېكټوريټ آف اميونائزېشن لپاره 29.663 ارب روپۍ د تكنيكي ضمني ګرانټ منظوري وركړې شوه دغسې چې د حفاظتي ټيكو پراختيا پروګرام(اي پي آئي*له مخې ويكسين او د سرنجونو د تعطل نه غېر خريداري باوري كړی شي۔د دې اقدام مقصد په ټول هېواد كښې د معمول حفاظتي ټيكه جات كوريج په ځائے ساتل٬ويكسين څخه د رنځونو مخ نيوي او د صحت عامه په اړه د پاكستان نړيوالې ذمه واري پوره كول دي۔په غونډه كښې د فيډرل بورډ آف ريونيو لخوا د ضبط شوې سولر پينلز په ګلګت بلتستان حكومت كښې د تقسيم منظوري هم وركړی شوه كومې سره چې د دې ترسيل او تقسيم منصوبې منظوري هم شامله ده۔د دې اقدام مقصد په منطقه كښې د بجلۍ په قلت قابو موندل٬ د تجديد وړ توان مسئلې حل او د بجلۍ پېداوار د لارې د اولسي خذمات وركوونكو ادارو مرسته كول دي










