وزيراعظم محمد شهباز شريف سره د ګيټس فاؤنډېشن د نړيوال پرمختګ صدر كرس ايلياس ملاقات٬وزيراعظم د پوليو خاتمې لپاره د شراكتدارو په مرسته د اقدامات دوامداره ساتلو د عزم څرګندونه

اسلام آباد28جنوری(اے پی پی)وزيراعظم محمد شهباز شريف پوليو مخ نيوي لپاره د شراكتدارو په مرسته اقدامات د دوامداره ساتلو عزم څرګندونې سره وئېلي دي حكومت د پوليو خاتمې لپاره جامع حكمت عملي او موثر ډلې سره عملي اقدامات كوي۔وزيراعظم د دې خيالاتو څرګندونه د ګيټس فاؤنډېشن نړيوال پرمختګ صدر كرس ايلياس سره خبرو كښې كړې چا چې د شورو په ورځ د خپل پلاوي سره وزيراعظم سره ملاقات وكړو ۔پلاوي …

اسلام آباد28جنوری(اے پی پی)وزيراعظم محمد شهباز شريف پوليو مخ نيوي لپاره د شراكتدارو په مرسته اقدامات د دوامداره ساتلو عزم څرګندونې سره وئېلي دي حكومت د پوليو خاتمې لپاره جامع حكمت عملي او موثر ډلې سره عملي اقدامات كوي۔وزيراعظم د دې خيالاتو څرګندونه د ګيټس فاؤنډېشن نړيوال پرمختګ صدر كرس ايلياس سره خبرو كښې كړې چا چې د شورو په ورځ د خپل پلاوي سره وزيراعظم سره ملاقات وكړو ۔پلاوي كښې د ګيټس فاؤنډېشن نړيوال پرمختګ صدر كرس ايلياس نه علاوه د پوليو ډائرېكټر ډاكټر كيتهي نيوزيل او د پوليو ډپټي ډائريكټر مائيكل ګالوے شامل وو او د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال٬د روغتيا وفاقي وزير سيد مصطفی كمال٬د وزيراعظم د پوليو مخ نيوي فوكل پرسن عائشه رضا فاروق او نور سركاري عهديدا هم ملاقات كښې موجود وو۔د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم ووئيل پاكستان كښې د پوليو تر بشپړه مخ نيوي له د بل ګيټس فاؤنډېشن پشان د باور وړ شراكتدارو په مرسته اقدامات روان ساتلې شي۔ده د پاكستان څخه د پوليو مخ نيوي لپاره د بل ګيټس قدر وړ خذمات ستائېلو سره د پاكستان څخه د پوليو خاتمې لپاره د بل ګيټس او سعودي عرب پشمول د اسلامي هېوادونو د مرستې مننه وكړه ۔وزيراعظم ووئيل حكومت جامع تګلارې او موثر ډلې سره عملي اقدامات كوي او د پوليو بشپړه خاتمې عزم لري۔ده ووئيل د دې رنځ په ضد روان جنګ كښې د خاطر خواه كاميابۍ باوجود په هنګامي بنيادونو لا اقدامات ضروري دي۔وزيراعظم ووئيل وفاقي حكومت د موثره تګلارې له امله ټول هېواد كښې د پوليو ډلو رسنه ممكنه كولو لپاره صوبو سره په مكمل هم آهنګۍ كار كوي٬په هېواد كښې د پوليو مخ نيوي كمپائن پبلك سيكټر ډوېلپمنټ پروګرام له مخې به اړونده منصوبه روانه ساتلې شي ۔ وزيراعظم د پوليو مخ نيوي په اړه اولسي خبرتيا او ويكسين وركولو لپاره د روغتيا وفاقي وزير ته ټولو اړوندو ادارو سره په ګډه د سفارشات مرتب كولو هدايت وكړو ۔د نړيوال پرمختګ ګيټس فاؤنډېشن صدر كرس ايلياس ووئېل ګيټس فاؤنډېشن د پاكستان وزيراعظم د پوليو مخ نيوي له د ذاتي پام او په دې لړ كښې د پورته كړو موثر عملي اقداماتو ته د قدر په نظر ګوري۔ پاكستان د پوليو خاتمې لپاره موثر اقدامات كوي كوم چې د كاميابۍ پلو روان دے۔ده ووئيل پاكستان كښې وفاقي او صوبائي حكومتونو او اړوندو ادارو څخه د پوليو مخ نيوي تعميري مشاورت به روان وي۔پاكستان كښې د پوليو وائرس په ماحوليات كښې خاتمې او ټولو اړوندو سيمو كښې د پوليو ډلو رسنې په تناظر كښې موثر اقدامات كړې كوم چې د ستائنې وړ دي۔كرس ايلياس پاكستان كښې په كاميابۍ سره د روان پوليو مخ نيوي كمپائن باندې د باور څرګندونه كولو سره د پاكستان وزيراعظم ته د بل ګيټس لخوا د نيكو هيلو پېغام هم ورورسولو۔هغه دا هيله څرګنده كړه چې د روانو اقداماتو په نتيجه كښې به پاكستان ډېر زر دې رنځ څخه خلاص شي۔په دې موقع د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال د پوليو مخ نيوي لپاره روان پبلك سيكټر ډوېلپمنټ له مخې اقداماتو څخه پلاوې خبر كړو۔د روغتيا وفاقي وزير سيد مصطفٰی كمال د وزيراعظم لارښودنې او بل ګيس ډلې د مرستې مننې كولو سره اقدامات لا په موثر انداز روانه ساتلو له د عزم پخلے وكړو۔د وزيراعظم د پوليو مخ نيوي فوكل پرسن رضا فاروق هم ملاقات كښې د پوليو مخ نيوي له مخې ټولو صوبو او ښارونو كښې د روانو اقداماتو څخه پلاوې خبر كړو۔وزيراعظم پلاوي كښې شامل د ګيټس فاؤنډېشن د پوليو مخ نيوي ډائرېكټر ډاكټر كيتهي نيوزيل ته د هغه په اوسنۍ په تقررۍ مباركي وركولو سره د هغه لپاره د نيكو هيلو څرګندونه وكړه

مزید خبریں