د خیبر پښتونخوا اولس د خوشحالۍ بنیادي حق لري ، د بده مرغه څوك هم په جدي توګه د صوبې پرمختګ لپاره سوچ نه كوي ، عطاء اللہ تارړ

اسلام آباد۔28جنوري (اے پي پي)د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاء اللہ تارړ وئېلي دي د خیبر پښتونخوا اولس د خوشحالۍ بنیادي حق لري ، د بده مرغه څوك هم په جدي توګه د صوبې ترقۍ لپاره سوچ نه كوي ، خیبر پښتونخوا كښې بے پناہ پوټینشل شته، هلته قیمتي جیمز اسټونز او د اربونو ډالرو ماربل شته خو د دغې وسائلو ریګولیټ کولو لپاره کوم موثر نظام نشته ، …

اسلام آباد۔28جنوري (اے پي پي)د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاء اللہ تارړ وئېلي دي د خیبر پښتونخوا اولس د خوشحالۍ بنیادي حق لري ، د بده مرغه څوك هم په جدي توګه د صوبې ترقۍ لپاره سوچ نه كوي ، خیبر پښتونخوا كښې بے پناہ پوټینشل شته، هلته قیمتي جیمز اسټونز او د اربونو ډالرو ماربل شته خو د دغې وسائلو ریګولیټ کولو لپاره کوم موثر نظام نشته ، د محمد نواز شریف په قیادت كښې مسلم لیګ (ن) د ترقیاتي منصوبو جال خپور كړو، ترقي يې كلو او كوڅو ته ورسوله، لیپ ټاپ سکیم او دانش سکولز د لارې په میرټ تعلیم و تربیت وركړے شو ، د دغې لیپ ټاپس په سبب د کورونا وباء کښې ورک فرام هوم او آن لائن تعلیم ممکن شو ، د دانش سکولز څخه فارغ التحصیل طلبه نن مختلف څانګو كښې خدمات تر سره كوي ، نن سیف سټي منصوبه د اولس تحفظ او په وخت کارروائۍ لپاره موثر ثابتېږي ۔ د دې خیالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ د وزیراعظم خېبر پښتونخوا لپاره د اطلاعات کوآرډینیټر اختیار ولي خان سره د خیبرپښتونخوا یوتھ اسمبلۍ ته خبرو كښې وكړه وفاقي وزیر ووئېل د ځوانانو وړاندې تللو لپاره پلیټ فارم وركول د وخت مهم ضرورت دے۔ ده ووئېل د طلبه د سیاست سره د تړون په مهال قیمتي تجربات تر لاسه شول د كوم چې خپل يو قدر دے، دا اسباق په ټول ژوند كښې په عملي میدان كښې په كار راځي ۔ د اطلاعات وفاقي وزیر ووئېل د یوتھ اسمبلۍ پلیټ فارم ډېر مهم دےد كوم د لارې چې نه يوازې د پالیسي سازۍ عمل باندې د پوهېدو موقع تر لاسه كېږي بلکې فشار كښې د كار کولو، د نوو پالیسیو مرتب کولو او په هغې موثر عمل درآمد غوندې چارې زده كولو لپاره هم موقع وركړې كېږي ۔ ده ووئېل اپوزیشن له يوازې تر تنقید محدود كېدو په ځائے شیډو کابینه تشکیلول غواړي او په واضحه توګه وئېلي غواړي چې د ټیکسونو یا مختلف نظامونو په اړه چې كوم مسائل په ګوته كېږي دا څنګه حل كېدې شي ۔ وفاقي وزیر ووئېل پاکستان مسلم لیګ (ن) عمر له د ترقیاتي پالیسۍ په بنیاد سیاست کړے دے ۔ د مسلم لیګ (ن) قائد محمد نواز شریف ټول هېواد كښې د ترقیاتي منصوبو جال خپور كړو او ترقي يې كلو او ګوڅو ته ورسوله ۔ ده ووئېل د صحت او تعلیم په څانګو كښې مرحله وار ترقي پېل كړې شوې ده ۔ ده ووئېل دا وخت د ترقیاتي سیاست په ځائے د بیانیه سیاست راوړاندې شوے دے ، په سوشل میډیا بیانات ته غیر معمولي اهمیت وركړے كېږي او د حقائق قدر پرله پسې كمېږي ۔ عطاء اللہ تارړ ووئېل پخ هېواد كښې په ابتدا كښې پرنټ میډیا وه د كومې به چې رسمي ادارتي ډھانچه وه چې پكښې به ایډیټوریل بورډ، رپورټر، بیورو چیف، ایډیټر او ایدیټر انچیف شامل وو ، بيا ورستو په دغې بنیاد الیکټرانک میډیا ارتقاء وموندله ۔ الیکټرانک میډیا په حقیقت كښې د ورځپاڼې صحافت نه وجود وموندلو د كوم لپاره چې ریګولیټري فریم ورک تشکیل كړے شو او پیمرا جوړه كړې شوه ۔ ده ووئېل د ارتقائي عمل سره سره نیوز چینلز كښې ایډیټوریل بورډ، ډائریکټرز او نور ادارتي نظام هم معارفي كړے شو۔ ده ووئېل د بده مرغه د كله نه چې ډیجیټل میډیا ارتقاء وموندله نو د دې لپاره کوم رسمي ایډیټوریل بورډ، ایډیټر انچیف، رپورټر، مؤثر ایډیټوریل پالیسي یا ریګولیټري فریم ورک نه ؤ ۔ نن ټول قام د ډیجیټل میډیا څخه د ګڼو تړلو مسائلو سره مخ دے چې پكښې د مېرمنو ځورونه ، عدم برداشت، تشدد او نور سماجي مسائل شامل دي۔ده مثال وركولو سره ووئيل د اټلي د مشهور ماربل كان كندلو لپاره هلته كوم لويې زميندار يا وډېر له اجازه نه وركړې كېږي بلكې ماربل هغه څوك راوباسي كوم چې مهارت او تكنيكي صلاحيت لري۔ ده ووئيل نواز شريف په كال 2013ء كښې مولانا فضل الرحمن سره په ګډه حكومت جوړولے شو خو پي ټي آئي اكثريت لرلو نو ځكه هغوي ته د حكومت جوړولو بلنه وركړې شوه او دغه د يو اعلی جمهوري روايت مثال ؤ ۔ وفاقی وزیر ووئيل سياسي بيانيه جوړول ٬ سياسي مخالفت كول او پوائنټ سكورنګ د سياست برخه ده ٬ دا عمل مونږ هم كوو او نور سياسي ګوندونه يۍ هم كوي ٬ بياهم په سياست كښې اصول او جمهوري اقدار مقدم ساتل ضروري وي۔ ده ووئيل پاکستان کډنی اېنډ لېور انسټی ټیوټ (پی کے اېل آئی) کامیابۍ سره كار كوي چرته چې تر دې دمه د يو زر لیور ټرانسپلانټس شوي دي۔ ده ووئيل د كورونا وبا په مهال هم پی کے اېل آئی د سېنټر په توګه وكارولے شو۔ وفاقی وزیر ووئيل راولپنډی انسټی ټیوټ آف کارډیالوجی د ګلګت بلتستان ٬ آزاد جمو وكشمير او د خېبر پښتونخوا د رنځورانو بار پورته كوي۔ ده ټكونه كوونكو څخه پوښتنه وكړه چې كه مونږ لېپ ټاپس وركړي دي نو هغوي د متبادل په توګه څه وركړي دي۔ وفاقی وزیر ووئيل د كورونا په مهال هم د دې لېپ ټاپس د لارې د معيشت پايه روانه پاتې شوه٬ ورك فرام هوم او د آن لائن زده كړو لړۍ جاري پاتې شوه او د لكھونو په شمېر زده كوونكو استفاده وكړه۔ ده ووئيل ټكونه هله مؤثر وي كله چې هغې څخه بهتر نظام وړاندې كړے شي۔ ده ووئيل كه په سوشل سېكټرز كښې سرمايه كاري وكړې شي نو د پرمختګ عمل مخ په وړاندې ځي۔ ده ووئيل د دانش سكولونو د لارې بې وزله او مستحق كوچنيان د تعليم په كالو سنګارولې شي۔ ده ووئيل د دانش سكولونو په جوړولو هم ټكونه شوي وو او ټكونه خو هغه څوك كوي چې د زده كړو ټولې آسانۍ لري۔ كله چې د بې وزله وګړو د بچو د زده كړو خبره كيږي نو هغوي د دې مخنيوي كوي۔ ده ووئيل شهباز شريف په ډاګه كړې وه چې داسې سكولونه به جوړولې شي كوم چې د اېچي اي سن كالج د معيار له مخې وي او دا دې په وروستو پاتې سيمو كښې وي۔ ده ووئيل په دانش سكولونو كښې يتيمانانو كوچنيانو ته تر ټولو لومړۍ پاملرنه كولې شي۔ ده مثال وركولو سره ووئيل د ليه يوه زده كونكې نن خپل آئي ټي لېب چلوي او يو زده كونكے د دې تعليمي ادارې څخه زده كړې ترلاسه كولو سره ډاكټر جوړ شوے۔ وفاقي وزير ووئيل په دې هېواد كښې كار كول تر ټولو ګران كار او ټكونه كول تر ټولو زيات آسان كار دے۔ وفاقي وزير ووئيل په لاهور كښې په شوې يوه چاؤدنه كښې ډي آئي جي كېپټن مبين شهيد شو٬ دغې پېښې څخه وروستو د سېف سټي كېمرو په مرسته د پېښی وېډیو ریوائنډ كولو سره پلټنې وكړې شوې او د كېمرو د لارې د ملزم درك ولګولے شو او ونيولے شو او وروستو په سولۍ كړے شو۔ ده ووئيل كه د سېف سټي نظام موجود نه ؤ نو دا پلټنې كله هم ممكن نه وې۔ وفاقي وزير قصور سره د تعلق لرونكې ماشومې زېنب د كېس حواله وركولو سره ووئيل د دغې كېس نه ټول قام خبر دے كه فرانزك لېبارټري نه وه جوړه شوې نو د دغې وژونكې نيول ممكن نه وو۔ وفاقی وزیر ووئېل سېف سټي ٬ فارنزك لېبارټري او د كاؤنټر ټېررازم ډیپارټمنټ (سی ټی ډی) په څير ادارې اولسي تحفظ او قومي سلامتيا لپاره ډېرې مهمې دي۔ عطاء الله تارړ ووئيل خېبر پښتونخوا د پاكستان تر ټولو ښكلې صوبه ده او د دې پرمختګ د ټولو شريكه ذمه واري ده۔ ده ووئيل د هېواد ټولې صوبې دې پرمختګ وكړي او يوه صوبه دې يوازې د بيانيې په چكر كښې وروستو پاتې شي دا كله هم قبلېدې نه شي۔

مزید خبریں