د حج 2026 په مصاريف كښې كه په هر څه بچت وشو ٬ ريليف به نيغ په نيغه حجاج كرام ته منتقل كولې شي : د وفاقي وزير سردار يوسف خبري كنفرنس

اسلام آباد۔28جنوري (اے پي پي) د مذهبي چارو او بېن المذاهب هم آهنګۍ وفاقي وزير سردار يوسف وئيلي دي د حج 2026 په مصاريفو كښې كه په هر مد كښې بچت وشو نو ريليف به نيغ په نيغه حجاج كرام ته منتقل كولې شي٬ په طبي بنيادونو يا هارډ شپ كوټه كښې نه كاميابه عازمينو ته به د حج پوره رقم بېرته وركول باوري كولې شي٬ حج لپاره د چا …

اسلام آباد۔28جنوري (اے پي پي) د مذهبي چارو او بېن المذاهب هم آهنګۍ وفاقي وزير سردار يوسف وئيلي دي د حج 2026 په مصاريفو كښې كه په هر مد كښې بچت وشو نو ريليف به نيغ په نيغه حجاج كرام ته منتقل كولې شي٬ په طبي بنيادونو يا هارډ شپ كوټه كښې نه كاميابه عازمينو ته به د حج پوره رقم بېرته وركول باوري كولې شي٬ حج لپاره د چا هم كومه كوټه نشته او نه پارليماني غړو ته د وېړيا حج كولو موقعې په وركولو كوم غور روان دے۔ ده د شورو په ورځ پی ټی وي هېډکوارټرز كښې د مذهبي چارو وزارت سېكرټري ډاكټر ساجد محمود چوهان سره په ګډه خبري كنفرنس ته خطاب كولو۔ ده ووئيل د حجاج كرامو سهولت لپاره د حج 2025 په مهال په مجموعي توګه 3.5 ارب روپۍ ري فنډ كړې شوې۔ وفاقی وزیر ووئيل حج 2026 لپاره د 1 لک 79 زره عازمينو رجسټرېشن بشپړ شوے ۔ وفاقی وزیر ووئيل د پاكستان په تاريخ كښې په اولني ځل نړيواله قرات مقابله وكړې شوه په كومه كښې چې د 37 هېوادونو قاريانو ګډون وكړو۔ دې سره سره 50 م نړيوال سيرت كنفرنس وكړے شو۔ د بین المذاهب هم آهنګۍ او د اقليتونو د حقونو تحفظ په اړه وفاقي وزير ووئيل وفاقی کابینې په اولني ځل د بېن المذاهب هم آهنګۍ پالېسۍ منظوري وركړې ده۔ ده ووئيل غېر مسلمه مستحقو وګړو او زده كوونكو لپاره سكالرشپ او د فلاحي فنډ باوري كړې شوي دي۔ د يو پوښتنې په ځواب كښې وفاقي وزير ووئيل تېر كال 60 زره عازمین د پرائيوېټ حج سكيم لاندې حج له تللو څخه پاتې شول په دې وزيراعظم انكوائرۍ وكړې او دغې څخه وروستو سږ كال د پرائېوېټ حج كوټه كمه كړی شوه۔ د يوې بلې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل په طبي بنيادونو يا هارډ شپ كوټه كښې نا كاميابه عازمينو ته به ټول رقم بېرته وركولې شي۔ د يوې بلې پوښتنې په ځواب كښی ده ووئيل څوك هم د قامي اسمبلۍ يا د قائمه كمېټۍ غړي به د وزارت لخوا حج له وېړيا نه لېږلے كېږي ٬ څوك هم چې ځي خپل مصاريف به پخپله پورته كوي

مزید خبریں