د پاكستان او چين همكاري يو نوي دور ته رسېدلې ده ٬ د وفاقي وزير پروفيسر احسن اقبال د ’’چین پاکستان منرل کوآپریشن‘‘ فورم ته خطاب

اسلام آباد۔28 جنوری(اے پی پی) د منصوبه بندۍ وفاقي وزير پروفېسر احسن اقبال وئيلي دي د پاكستان او چين همكاري يو نوي دور ته رسېدلې ده كومه چې يوازې تر انفراسټرکچر محدود نه ده بلكې پېداوار ٬ برآمدات ٬ روزګار او تلپاتي پرمختګ ته هم خاص پاملرنه كوي۔ د شورو په ورځ پاكستان منرل كوآپرېشن فورم ته خطاب كښې ده ووئيل د پاکستان او چین سفارتی اړيكو 75 مې سالګرې …

اسلام آباد۔28 جنوری(اے پی پی) د منصوبه بندۍ وفاقي وزير پروفېسر احسن اقبال وئيلي دي د پاكستان او چين همكاري يو نوي دور ته رسېدلې ده كومه چې يوازې تر انفراسټرکچر محدود نه ده بلكې پېداوار ٬ برآمدات ٬ روزګار او تلپاتي پرمختګ ته هم خاص پاملرنه كوي۔ د شورو په ورځ پاكستان منرل كوآپرېشن فورم ته خطاب كښې ده ووئيل د پاکستان او چین سفارتی اړيكو 75 مې سالګرې په موقع دا پرله پسې همكاري د باور او ستراتيجيكي مضبوطوالي روښانه مثال جوړ شوے دے۔ پروفېسر احسن اقبال ووئيل سي پېک 2.0 د پاکستان قامي معاشی بدلون فرېم ورک اُړان پاکستان سره هم آهنګ دے چې مقصد يۍ تر كال 2035 د 10 کھربه ډالرو معيشت تشكيلول دي۔ ده ووئيل د چين اوسنۍ دورې په مهال د اُړان پاکستان فائیوایز د صدر شی جن پنګ د پرمختګ فائیو ګروتھ کورېډورز سره تړلو له مفاهمتي يادښت لاس ليك كړے شو۔ ده ووئيل د پاكستان د معدني وسائلو ماليت نزدې 60 کھرب ډالر جوړيږي بياهم برآمدات دا مهال يوازې د كال دوه اربه ډالره دي۔ ده ووئيل معدنی برآمدات د كال 6 څخه تر 8 ارب ډالر ته رسولو سره د لكھونو په شمېر د روزګار موقعې رامخې ته كېدې شي۔ ده ووئيل چين سره معدنی همكاري زياتول د وخت ضرورت دے۔ د سائنډک، دودر او تھر په څير منصوبې د دې همكارۍ كامياب مثالونه دي۔ پروفېسر احسن اقبال ووئيل د سی پېک منصوبو د لارې 8,000 مېګاواټ زيات د توان صلاحيت ترلاسه شو٬ 1,000 کلومیټر څخه زيات د سړكونو انفراسټركچر ښه كړے شو۔ په ګوادر بندګاه كار وشو او قومي رابطه كاري مضبوطه كړې شوه۔ ده ووئيل نن مونږ د سي پېك 2.0 لاندې د همكارۍ په يو نوي پراؤ كښې داخلېږو۔ دا پړاؤ يوازې تر انفراسټركچر محدود نه دے بلكې دا د رابطه كارۍ په پېداوار كښې او پېداوار په برآمدات ٬ روزګار او تلپاتي پرمختګ د بدلولو پړاؤ دے۔ ده ووئيل د پاكستان معدني وسائلو ماليت نزدې 60 كھربه ډالر دے په كوم كښې چې 92 معلوم معدنیات شامل دي۔ په دې كښې دا مهال 52 راويستلې شي۔ په هېواد كښې نزدې 5 زره فعال كانونه موجود دي كوم چې د كال نزدې 68.5 ملین مېټرک ټن پېداوار وركوي۔ د دې باوجود معدني برآمات محدود دي او كال نزدې 2 اربه ډالره پېدا كوي كوم چې د جي ډي پي يوازې 2 څخه 3 فیصد جوړېږي۔ ده ووئيل زه باور لرم چې په دې فورم كښې رامخې ته شوې خبرې او همكارۍ زمونږ ګډ ګټور وژن ته عملي شكل وركولو كښې مهم كردار ترسره كړي

مزید خبریں