د مذهبي چارو وازرت لخوا د نوي كول نظرياتي ودې له لويې اقدام ، د قامي سیرت، نعت او مقالو مقابلې له 50 لكه څخه د زياتو انعامونو اعلان

اسلام آباد۔28 جنوری (اے پی پی) د مذهبي چارو او بېن المذاهب همغږۍ وزارت كال 1448ھ/2026ء لپاره د ګرد هېواد په كچه د 51 مې د سيرت او نعتونو كتابونو او مقالو د مقابلې اعلان كړے دے۔ سږ كال د دې مقابلو بنيادي مقصد نوے كول د اوسني دور په پېښو چېلنجونو قابو موندلو له د پاك سيرت په رڼا كښې چمتو كول او د ګرد هېواد د ليكوالو ډاډګيرنه …

اسلام آباد۔28 جنوری (اے پی پی) د مذهبي چارو او بېن المذاهب همغږۍ وزارت كال 1448ھ/2026ء لپاره د ګرد هېواد په كچه د 51 مې د سيرت او نعتونو كتابونو او مقالو د مقابلې اعلان كړے دے۔ سږ كال د دې مقابلو بنيادي مقصد نوے كول د اوسني دور په پېښو چېلنجونو قابو موندلو له د پاك سيرت په رڼا كښې چمتو كول او د ګرد هېواد د ليكوالو ډاډګيرنه كول دي۔ وزارت په مجموعي توګه 48 انعامونه اعلان كړې دي چې ماليت يۍ 50 لكه 55 زره روپۍ دے۔ په دې مقابله كښې اردو او سيمه ايزو ژبو سره سره په انګلېسۍ ژبه كښې ليكلې شوي كتابونه هم شامل كړې شوي دي دغسې چې په نړيواله كچه د امن پېغام خپور كړے شي۔ په انګلېسۍ ژبه كښې په سيرت ليكلي شوي كتاب لپاره اولنے انعام 150,000 روپۍ، دويم 100,000 روپۍ او درېم 80,000 روپۍ مقرر كړے شوے دے۔ په اردو ژبه كښې ليكلي شوي كتاب لپاره اولنے انعام 175,000 روپۍ او كوچنيانو لپاره ليكلي شوي د سيرت كتاب له خصوصي انعامونه په كومو كښې چې اولنے 125,000 روپۍ روپۍ ټاكلے شوے دے۔ د شېډول له مخې په اردو او سيمه ايزو ژبو كښې د نعت مجموعو لپاره 75,000 څخه تر 125,000 روپو انعامونه اېښودلې شوي دي۔ مېرمنو ليكوالو لپاره د اسلامي كتابونو په مقابله كښې اولنې انعام 175,000 روپۍ دے۔ د رسائلو او مجلو كېټګري كښې د سيرت او نعت خصوصي شمارو لپاره 60,000 څخه تر 100000 روپو انعامونه اعلان كړې شوي دي۔ په سيرت د مقالو سرخط سږ كال “د نوي كول تحفظ ، تعمیر او كردار ، د سيرت النبي (ص) په رڼا كښې” غوره كړے شوے دے۔ په دې كښې په قامي كچه اولنے انعام 100,000 روپۍ او په صوبائي كچه 75,000 روپۍ دے۔ د مذهبي چارو وزارت له مخې كانديدانو له به د وزارت په وېب سائټ (www.mora.gov.pk) آن لائن فارم ډكول وي۔ د كتابونو او مقالو جمع كولو وروستۍ نېټه 31 مارچ 2026 ده۔ مقالو لپاره د اے آئی (AI) او كاپۍ شرح 19 فیصد څخه كمه ضرري ده او دا بايد د لوړو زده كړو كمېسيون د معيار له مخې وي۔ مقاله ليكوونكي بايد كم ازكم 14 كاله يا 16 كاله تعليم لري۔ د مذهبي چارو وزارت دا خبره په ډاګه كړې ده چې دا مقابله به د بېن المذاهب همغږۍ او اسلامي تعليمات د حقيقي روح رامخې ته كولو له يو مهم پلېټ فارم ثابت شي

مزید خبریں