په ګوادر كښې د اعلی كچې سيمينار او ايګزيبيشن ، د ګوادر نړيوال تجارتي مركز جوړولو د عزم پخلے، حکومت ګوادر د عصري انفراسټركچر ٬ صنعت او تجارت ٬لاجسټكس او د سيلګرۍ مركز جوړولو په تګلاره عمل كوي: احسن اقبال

اسلام آباد۔28 جنوری(اے پی پی) په ګوادر كښې سیمینار او اېګزېبېشن ’’ګوادر عصري ساحلي ښار 2026 ‘‘ وكړے شو چې مقصد يۍ ګوادر ته د يو عصري ٬تلپاتي او د نړيوال معيار ساحلي او تجارتي ښار په توګه وده وركول وو۔ په سيمينار كښې ملكي او غېر ملكي پوهانو ٬ پالېسي جوړونكو ٬ سرمايه كارو ٬ د تعليمي ادارو استازو او كاروباري شخصيات ګډون وكړو۔ د سيمينار خاص مېلمه د …

اسلام آباد۔28 جنوری(اے پی پی) په ګوادر كښې سیمینار او اېګزېبېشن ’’ګوادر عصري ساحلي ښار 2026 ‘‘ وكړے شو چې مقصد يۍ ګوادر ته د يو عصري ٬تلپاتي او د نړيوال معيار ساحلي او تجارتي ښار په توګه وده وركول وو۔ په سيمينار كښې ملكي او غېر ملكي پوهانو ٬ پالېسي جوړونكو ٬ سرمايه كارو ٬ د تعليمي ادارو استازو او كاروباري شخصيات ګډون وكړو۔ د سيمينار خاص مېلمه د منصوبه بندۍ وفاقي وزير احسن اقبال ؤ ۔ په خپل خطاب كښې وفاقي وزير د ګوادر بندرګاہ صنعتي او تجارتي پرمختګ قامي ترجيح ګرځولو سره ووئيل ګوادر اوس يوازې يوه بندرګاه نه بلكې د پاكستان نړيوال تجارتي نظام سره تړونكې يوه ستراتيجيكي لاره جوړيږي۔ وفاقي وزير ووئيل حکومت ګوادر د عصري انفراسټركچر ٬ صنعت او تجارت ٬لاجسټكس او د سېلګرۍ مركز جوړولو په بشپړه تګلاره عمل كوي۔ ده په دې خبره زور راوړو چې د ګوادر اصل مقصد ځائي اولس له د روزګار ٬ تعليم ٬ صحت ٬ اوبو ٬ برېښنا په څير بنيادي آسانۍ وركول دي دغسې چې د پرمختګ مېوې عامو وګړو ته ورسولې شي۔ د سیمینار په مهال د پالېسۍ په جوړولو ٬ د سرمايه كارۍ په موقعو ٬ د بندرګاه په امنيت ٬ سيمه ايزو رابطو ٬ ماحول دوسته پرمختګ او د تلپاتې شهري منصوبه نبدۍ په څير مهم موضوعات باندې بشپړه خبرې وشوې۔ وېنا كوونكو په دې اتفاق وكړو چې د ګوادر پرمختګ به د پاكستان په معاشي خپلواكۍ او برآمدات ته ودې وركولو كښې مهم كردار ترسره كړي۔ په دې موقعه سېنېټر مشاهد حسېن سيد ووئيل ګوادر په سيمه كښې د تجارت ٬ بندرګاهي معيشت او د نړيوالې رابطه كارۍ يو ستراتيجيكي مركز په توګه رامخې ته كيږي۔ داكټر جمیل احمد ووئيل ګوادر پورټ د سيمه ايز تجارت ٬ لاجسټكس او ټرانزټ ټرېډ مركز جوړېدو بشپړ اهليت لري۔ د نسټ پوهنتون ډين ډاكټر اشفاق حسن خان خپلو خبرو كښې په دې خبره زور راوړو چې د ګوادر په پرمختګ كښې دې د ځائي اولس سماجي او معاشي پرمختګ ته مركزي حېثيت وركړے شي۔ ګډون كوؤنكو ګوادر سیمینار او اېګزېبېشن 2026 د پاكستان قومي معاشي پرمختګ ٬ سيمه ايزې رابطه كارۍ او د سباؤن منصوبه بندۍ لپاره يو مهم سنګ ميل وګرځولو او د دې عزم پخلے يۍ وكړو چې د نړيوال معيار ساحلي ښار جوړولو له به ټولو همكارانو سره شريكې هڅې روانې ساتلې شي۔

مزید خبریں