اسلام آباد 28جنوری(اے پی پی)د موسمياتي بدلون او ماحولياتي هم آهنګۍ وفاقي وزير ډاكټر مصدق ملك د سائي ټيك ډپلو هب چيف ايګزيكټو افسر اليكسس روئګ سره ملاقات كړے چې پكښې د موسمياتي بدلون اقدامات لپاره د سائنس او سفارت كارۍ شريك انضمام قوي كولو په اړه د خيالاتو څرګندونه شوې۔په دې موقع وفاقي وزير اليكسس روئګ او سائي ټيك ډپلو هب لخوا د سائنس او سفارت كارۍ موثر امتزاج …
د وفاقي وزير ډاكټر مصدق ملك سره د سائي ټيك ډپلو هب سي اي او ملاقات٬موسمياتي اقدامات لپاره د سائنس او سفارت كارۍ شريك انضمام قوي كولو په بابله د خيالاتو څرګندونه

مزید خبریں
اسلام آباد 28جنوری(اے پی پی)د موسمياتي بدلون او ماحولياتي هم آهنګۍ وفاقي وزير ډاكټر مصدق ملك د سائي ټيك ډپلو هب چيف ايګزيكټو افسر اليكسس روئګ سره ملاقات كړے چې پكښې د موسمياتي بدلون اقدامات لپاره د سائنس او سفارت كارۍ شريك انضمام قوي كولو په اړه د خيالاتو څرګندونه شوې۔په دې موقع وفاقي وزير اليكسس روئګ او سائي ټيك ډپلو هب لخوا د سائنس او سفارت كارۍ موثر امتزاج لپاره شوے پېشرفت وستائېلو ۔د شورو په ورځ د موسمياتي بدلون او ماحولياتي هم آهنګۍ وزارت لخوا جاري شوي بيان له مخې ډاكټر مصدق ملك ووئېل موجوده نړيوال حالات كښې د سائنس او سفارت كارۍ شريك ربط يو نړيوال ضرورت دے او د موسمياتي بدلونونو له امله رامخې ته شوې معاشي او سماجي فشار په لړ كښې دا د پاكستان لپاره په يو خاص توګه اهميت لري۔ د ملاقات په مهال د پاكستان ځايې نړيوال وسائل٬تحقيقي صلاحيتونه او تحقيقاتي ډهانچې نه په موثر استفاده زور راوړلے شو او په شواهد د اډانه پالېسي سازۍ اهميت رامخې ته كړے شو ۔په دې لړ كښې تربيتي او فيلوشپ پروګرامز جوړولو پشمول د سائنسمدارو سركاري وزارتونو كښې د تعيناتولو په امكانات هم تفصيلي غور وشو دغسې چې د پالېسي سازۍ عمل قوي كړے شي۔ډلو په دې خبره هم اتفاق وكړو چې د يوې اونۍ دننه د سباؤن مرستې لپاره يو جامع روډ ميپ په شريكه توګه جوړ كړے شي۔مجوزه روډ ميپ كښې د اے جي سي او نزدې 100 پي ايچ ډي په كچه موسمياتي پوهان متحرك كول٬مالي وسائل وركول او پائيدار سائنسي مشاورتي نظام جوړولو ته پام وكړے شو ۔ملاقات كښې اعلٰی تعليمي كمېشن(ايچ اي سي)٬ ګلوبل چينج امپيكټ اسټډيز سينټر٬(جي سي آئي ايس سي)٬پوهنتونونه٬قومي تحقيقي مركزونه او د خارجه وزارت نمائندګانو پشمول د مهمو اړوندو ادارو استازو ګډون وكړو ۔










