اسلام آباد 28جنوری(اے پی پی)د قامي روغتيا وفاقي وزير سيد مصطفٰی كمال وئېلي دي صحت يوازې د حكومت يا رياست ذمه واري نه بلكې د هر تن٬هرې څانګې او ټولې ټولنې شريكه ذمه واري ده۔د دې خيالاتو څرګندونه ده سلطانه فاؤنډېشن كښې راجوړې كړی دستورې ته خطاب كولو په مهال وكړه چې د يو ارواښاد ډاكټر فلاحي او د بشري خذمات كار يقيني ده چې صدقه جاريه ده كوم چې …
صحت د حكومت يا رياست نه بلكې د ټولنې شريكه ذمه واري ده۔د روغتيا وفاقي وزير

مزید خبریں
اسلام آباد 28جنوری(اے پی پی)د قامي روغتيا وفاقي وزير سيد مصطفٰی كمال وئېلي دي صحت يوازې د حكومت يا رياست ذمه واري نه بلكې د هر تن٬هرې څانګې او ټولې ټولنې شريكه ذمه واري ده۔د دې خيالاتو څرګندونه ده سلطانه فاؤنډېشن كښې راجوړې كړی دستورې ته خطاب كولو په مهال وكړه چې د يو ارواښاد ډاكټر فلاحي او د بشري خذمات كار يقيني ده چې صدقه جاريه ده كوم چې د هغه ملګري او شاګرد نن هم روان ساتلے دے۔ده ووئيل صحت يوازې د حكومت يا رياست ذمه واري نه ده بلكې د هر كس٬هرې څانګې او ټولې ټولنې شريكه ذمه واري ده۔ده ووئيل صحت يو نعمت دے او د دې نه بغېر انسان نه خپل ديني ذمه واري په ښه انداز تر سره كولې شي او نه دنياوي ژوند په موثر توګه تيرولې شي۔ده ووئيل الائيډ هيلتھ سټاف او نرسز رنځور سره تر ټولو زيات وخت تيروي ځكه چې د هغوي همدردانه رويه د رنځورس ښه كېدو كښې مهم كردار ادا كوي۔ده زور راوړو چې رنځور سره ښه سلوك٬ په نرمۍ سره خبرې او اخلاق سره مخ كېدل داسې څيزونه دي په كوم چې كوم مالي خرڅ نه راځي خو د دې اثر ډېر ژور وي۔










