د سعودي او کویت دفاع وزيرانو ملاقات، د دفاعي مرستې د مضبوطولو جاج

ریاض ۔28جنوري (اے پي پي)د سعودي دفاع وزير شهزادہ خالد بن سلمان سره ریاض كښې د کویت خپل هم منصب شیخ عبداللہ علي عبداللہ السالم الصباح ملاقات وكړو ۔ شهزادہ خالد بن سلمان په ایکس اکاونټ پوسټ كښې وليكل ’ ما د خپل کویتي ورور دفاع وزير شیخ عبداللہ علي عبداللہ السالم الصباح سره ملاقات وكړو ۔د دواړو ورونړو هېوادونو تر مينځه د اړيكو ، دفاعي خانګه كښې د مرستې …

ریاض ۔28جنوري (اے پي پي)د سعودي دفاع وزير شهزادہ خالد بن سلمان سره ریاض كښې د کویت خپل هم منصب شیخ عبداللہ علي عبداللہ السالم الصباح ملاقات وكړو ۔ شهزادہ خالد بن سلمان په ایکس اکاونټ پوسټ كښې وليكل ’ ما د خپل کویتي ورور دفاع وزير شیخ عبداللہ علي عبداللہ السالم الصباح سره ملاقات وكړو ۔د دواړو ورونړو هېوادونو تر مينځه د اړيكو ، دفاعي خانګه كښې د مرستې د برخو ، د مضبوطولو او د ترقۍ وركولو د طریقو جاج واغستلے شو۔ د منطقې اوسنۍ صورتحال او په دې اړه د كېدونكو هلو ځلو نه علاوہ د شرېكې خوښې په چارو خبرې وشوې ۔ نائب دفاع وزير شهزادہ عبدالرحمن بن محمد بن عیاف، چیف آف دي جنرل سټاف لیفټیننټ جنرل فیاض بن حامد الرویلي او د دفاع وزير صلاحكار د استخباراتي چارو هشام بن عبدالعزیز بن سیف هم ملاقات كښې موجود وو ۔