واشنګټن۔28جنوري (اے پي پي)د امریکې صدر ډونلډ ټرمپ وئېلي دي د امریکې پوځي بحري جهازونو يو بل ’’آرمادا‘‘ د ایران په لور روان شوے دے ، خو هغه دا هيله ولرله چې ایران به كومې لوظ نامې ته آمادہ شي ۔ د شنهوا تر مخه د امریکی ايالت آئیووا كښې يوې اولسي اجتماع ته خطاب کښې د امریکې صدر ووئېل يوه بله او ښكلې آرمادا دا وخت د ایران پلو …
د ایران په لوري د نورو امریکائي بیړيو روانولو اعلان، ډونلډ ټرمپ د لوظ نامې هيله څرګنده كړو

مزید خبریں
واشنګټن۔28جنوري (اے پي پي)د امریکې صدر ډونلډ ټرمپ وئېلي دي د امریکې پوځي بحري جهازونو يو بل ’’آرمادا‘‘ د ایران په لور روان شوے دے ، خو هغه دا هيله ولرله چې ایران به كومې لوظ نامې ته آمادہ شي ۔ د شنهوا تر مخه د امریکی ايالت آئیووا كښې يوې اولسي اجتماع ته خطاب کښې د امریکې صدر ووئېل يوه بله او ښكلې آرمادا دا وخت د ایران پلو روانه ده، اوس ګورو چې څه كېږي ۔ هغه زياته كړه زه هيله لرم چې ایران به لوظ نامه وكړي د دې نه يوه ورځ وړاندې د امریکې سینټرل کمانډ (سینټ کام) په سوشل میډیا پلیټ فارم ایکس وئېلې وو چې یو ایس ایس ابراهم لنکن کیریئر اسټرائیک ګروپ په ایران كې د روان تاو تريخوالي او ناامنۍ په تناظر كښې مينځني ختيز كښې تعینات کړے شوے ۔ خو تر اوسه دا واضحه نه شوه چې د صدر ټرمپ د اړخه چې د كومې ’’آرمادا‘‘ ذکر شوے دے آیا هغه یو ایس ایس ابراهم لنکن کیریئر اسټرائیک ګروپ دے یا کومه بله بحري بیړۍ ده ۔










