روسيه ٬ په كور كښې د اور لګيدو پيښه ٬ د 3 كوچنيانو په شمول 5 كسان مړه

ماسکو۔28جنوری(اے پی پی) د روسيه په ياكوتيا سيمه كښې په كور كښې د اور لګېدو پېښې په نتيجه كښې د 3 كوچنيانو په شمول 5 كسان مړه شوي دي۔ د شنهوا له مخې د روسيه د بېړني حالاتو وزارت سيمه ايز دفتر وئيلي دي چې د اور دلاسه ودانۍ زيانمنه شوه۔ اور مړ كولو له 10 فائر فائټرز تعينات كړې شوي دي۔ د یاکوتیا پراسیکیوټر آفس وئيلي چې د ابتدائي …

ماسکو۔28جنوری(اے پی پی) د روسيه په ياكوتيا سيمه كښې په كور كښې د اور لګېدو پېښې په نتيجه كښې د 3 كوچنيانو په شمول 5 كسان مړه شوي دي۔ د شنهوا له مخې د روسيه د بېړني حالاتو وزارت سيمه ايز دفتر وئيلي دي چې د اور دلاسه ودانۍ زيانمنه شوه۔ اور مړ كولو له 10 فائر فائټرز تعينات كړې شوي دي۔ د یاکوتیا پراسیکیوټر آفس وئيلي چې د ابتدائي معلوماتو له مخې د اور په نتيجه كښې د درې كوچنيانو په شمول 5 كسان مړه شوي او د يو كوچني په شمول دوه كسان طبي مرستې له روغتون ته منتقل كړې شوي دي۔ د اور د لګېدو سبب شارټ سركټ ښودلے شي۔