وزيراعظم محمد شهباز شريف سره د قومي احتساب بيورو چيئرمېن ملاقات٬وزيراعظم د نيب د پيشه وره آزادۍ او د قامي وسائلو د تحفظ مشن لپاره د مرستې پخلے وكړو

اسلام آباد 27 جنوری(اے پی پی) وزيراعظم محمد شهباز شريف سره د قومي احتساب بيورو د پيشه وره آزادۍ او د قامي وسائلو د تحفظ مشن لپاره د مرستې پخلي سره د نيب د كاركردګۍ ستائنه كړې ده ۔وزيراعظم شهباز شريف سره د قومي احتساب بيورو نيب چيئرمېن جنرل ريټائر نذير احمد د نهې په ورځ وزيراعظم هاؤس كښې ملاقات وكړو چې پكښې هغه وزيراعظم د نيب كليز رپورټ د …

اسلام آباد 27 جنوری(اے پی پی) وزيراعظم محمد شهباز شريف سره د قومي احتساب بيورو د پيشه وره آزادۍ او د قامي وسائلو د تحفظ مشن لپاره د مرستې پخلي سره د نيب د كاركردګۍ ستائنه كړې ده ۔وزيراعظم شهباز شريف سره د قومي احتساب بيورو نيب چيئرمېن جنرل ريټائر نذير احمد د نهې په ورځ وزيراعظم هاؤس كښې ملاقات وكړو چې پكښې هغه وزيراعظم د نيب كليز رپورټ د كال 2025 وړاندې كړو۔نائب وزيراعظم او خارجه وزير اسحاق ډار هم ملاقات كښې موجود ؤ ۔د وزيراعظم آفس ميډيا څانګې څخه جاري بيان ترمخه وزيراعظم د نيب د كاركردګۍ رسمي جاج واخست او د نيب د ټېكنالوجۍپه بنياد په چلېدونكې اداره د بدلېدو يې ستائنه وكړه۔وزيراعظم د جديد ټېكنالوجيز انضمام په خاص توګه د مصنوعي زيركتيا په مرسته د تحقيقات ستائنه وكړه۔ده د نيب د اي آفس پرنټ ورك هم ستائنه وكړه كومه چې د حكومت د پراخا كفايت شعارۍ او سپيځلتيا اهدافو سره سمه ده۔وزيراعظم د نيب د اولسي خذمات پلو پام لرنه هم وستائېله۔نيب چيئرمېن وزيراعظم ته بريفنګ ګښې ووئيل چ تېر كال نيب 6.213 ټريلين روپۍ ريكوري كړې كومه چې يو ريكارډ دے۔چيئرمېن وزيراعظم د 2.58 ملين ايكړه د رياست او د ځنګلونو زمكه د بيا ترلاسه كولو نه هم خبر كړو د كومې بيعه چې نزدې 5.99 ټريلين روپۍ ده۔هغه ووئيل جعلي او فراډ هاؤسنګ او انويسټمنټ سكيمز ځپليو 115.587 ځپليو ته 180 بلين روپۍ بيرته وركړې شوې كوم چې يو داسې قومي خذمت دے چې ورسره د عام وګړي باور بحال شو۔چيئرمېن ووئيل چ د نيب”كهلي كچهري”او “سينټرل كمپيلنټ سيل”په كاميابۍ سره د رياست او د وګړو ترمينځه فاصلې ختمې كړی۔دا خبره يې باوري كړې ده چې بيورو د يرې ترخې په ځاے د ګيلو لرې كولو وسيله ده۔

مزید خبریں