د سينيټ لنډ مهاله چيئرمېن سيدال خان ناصر سره د امريكې سفارتخانې پوليټيكل قونصلر په مشرۍ كښې درې كسيز پلاوي ملاقات

اسلام آباد 27 جنوری(اے پی پی) د سينيټ لنډ مهاله چيئرمېن سيدال خان ناصر سره د امريكې سفارتخانې پوليټيكل قونصلر شيلي اے ډبليو سيكسن په مشرۍ كښې درې كسيز پلاوي په پارليمنټ هاؤس كښې ملاقات كړے دے ۔د ملاقات په مهال د شريكې خوښې په چارو٬نړيوال سياست٬نړيوال او سيمه ايز معيشت٬اقتصادي پرمختګ٬معاشي خوشحالۍ٬امن و استحكام٬امنيتي صورتحال او د وسائل مؤثر استعمال پشمول بيلو مهمو موضوعاتو باندې تفصيلي د خيالاتو څرګندونه …

اسلام آباد 27 جنوری(اے پی پی) د سينيټ لنډ مهاله چيئرمېن سيدال خان ناصر سره د امريكې سفارتخانې پوليټيكل قونصلر شيلي اے ډبليو سيكسن په مشرۍ كښې درې كسيز پلاوي په پارليمنټ هاؤس كښې ملاقات كړے دے ۔د ملاقات په مهال د شريكې خوښې په چارو٬نړيوال سياست٬نړيوال او سيمه ايز معيشت٬اقتصادي پرمختګ٬معاشي خوشحالۍ٬امن و استحكام٬امنيتي صورتحال او د وسائل مؤثر استعمال پشمول بيلو مهمو موضوعاتو باندې تفصيلي د خيالاتو څرګندونه وشوه ۔په دې موقع د سينيټ لنډ مهاله چيئرمېن سيدال خان ناصر ووئېل پاكستان امريكې سره خپلز دوه اړخيزه اړيكو ته د قدر په سترګه ګوري۔ده ووئيل د موجوده حكومت مؤثره سفارتي حكمت عملۍ او دورانديشي له امله د پاكستان او امريكې اړيكې لا قوي شوې۔ده ووئيل د دواړو هېوادونو اړيكې په شريك احترام٬باور او شريكه ګټه اډانه دي۔د سينيټ لنډ مهاله چيئرمېن ووئيل د امريكې صدر ډونلډ ټرمپ په پاكستان بشپړ باور لري او وزيراعظم محمد شهباز شريف او د پاك پوځ سرلښكر جنرل عاصم منير سره د هغوي ملاقاتونه خوشګوار او مثبت ماحول كښې شوي۔سيدال خان ناصر ووئيل پاكستان د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې د لاكهونو قيمتي ځانونو قربانۍ وركړې دي او د اربونو ډالرو زيان يې برداشت كړے ۔ده ووئيل پاكستان د نړۍ په هغه هېوادونو كښې شامل دے كوم چې د ترهه ګرۍ څخه تر ټولو زيات ځپلے شوي د او نن هم په خېبرپښتونخوا او بلوچستان كښې د ترهه ګرۍ په ضد جنګ روان دے۔ده د امريكې پلاوي ته د بلوچستان دورې بلنه هم وركړه او وې وئېل د بلوچستان اولس به خپله روايتي مېلمستيا سره به ستاسو هركلے كوي او صوبائي حكومت به بشپړ امنيت باوري كوي۔د سينيټ لنډ مهاله چيئرمېن د امريكې مكالمې او جمهوري نظام ته هم پيرزوئنې وړاندې كړې۔د امريكې پلاوي غړو د سينيټ لنډ مهاله چيئرمېن لپاره د نيكو هيلو څرګندونې كولو سره ووئيل چ امريكا پاكستان سره خپلو دوه اړخيزه اړيكو ته ډېر اهميت وركوي كومې چې وخت سره نورې مستحكمې او مؤثره كيږي۔د امريكې پوليټيكل قونصلر د پاكستان ترهه ګرۍ په ضد كردار د ستائنې وړ ګرځولو سره ووئېل امريكا د پاكستان قربانۍ مني۔ده ووئيل د امريكې كمپنۍ به پاكستان كښې د سرمايه كارۍ بيلو موجوده موقعو نه خبرولې شي دغسې چې تجارتي٬معاشي او پارليماني اړيكو ته وده وركړې شي۔د امريكې پلاوي د دې خبرې پخلے وكړو چې امريكا پاكستان سره به مرسته روانه ساتي او د امن او استحكام په وده كښې د پاكستان كردار ستائيي۔

مزید خبریں