د كشمير٬ګلګت بلتستان او سيفران چارو وفاقي وزير انجينئر امير مقام په مشرۍ كښې د كشمير يو والي ورځ د چمتوالي جاج اغستو له غونډه

اسلام آباد 27 جنوری(اے پی پی) د كشمير٬ګلګت بلتستان او سيفران چارو وفاقي وزير انجينئر امير مقام وئېلي دي د فرورۍ په پنځمه نيټه د كشمير يو والي ورځ به لكه د نور كله په بشپړه توګه لمانځلې شي او پاكستانے قام به د كشميريانو ناقابل تنسيخ حق خود اراديت ملاتړ له څرګندونه كوي۔د نهې په ورځ د كشمير يو والي لپاره د بين وزارتي او بين الصوبائي رابطې غونډې …

اسلام آباد 27 جنوری(اے پی پی) د كشمير٬ګلګت بلتستان او سيفران چارو وفاقي وزير انجينئر امير مقام وئېلي دي د فرورۍ په پنځمه نيټه د كشمير يو والي ورځ به لكه د نور كله په بشپړه توګه لمانځلې شي او پاكستانے قام به د كشميريانو ناقابل تنسيخ حق خود اراديت ملاتړ له څرګندونه كوي۔د نهې په ورځ د كشمير يو والي لپاره د بين وزارتي او بين الصوبائي رابطې غونډې ته خطاب كولو كښې وفاقي وزير ووئيل په زرګونو كشميريان شهيدان او په زرګونو د هند په زندانونو كښې بنديوان دي او د زرګونو په شمېر ماشومان يتيمان شوي دي۔كشميريانو شهيدانو ته د عقيدت پيرزوئنې وړاندې كولو سره ده ووئيل ټول قام به د كشمير يو والي ورځ د دې عزم تجديد سره لمانځي چې د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل اړوندو قراردادونو له مخې د كشميريانو ناقابل تنسيخ حق خود اراديت منصفانه هلو ځلو به مرسته كولې شي۔ده ووئيل د وزيراعظم محمد شهباز شريف په مشرۍ كښې موجوده حكومت د ملګرو ملتونو جنرل اسمبلۍ پشمول ټول بين الاقوامي پليټ فارمز د كشمير مسئله رامخې ته كوي۔انجينئر امير مقام ټولو پارليماني ګوندونو او د ژوند ټولو څانګو سره تعلق لرونكو خلكو ته ووئېل چې د فرورۍ په 5مه نيټه د كشمير يو والي ورځ په موقع بشپړه ګډون وكړې دغسې چې هند ته دا پېغام وركړے شي چې د پاكستان حكومت او اولس د كشمير په كاز يو موټے دي۔ده ووئيل پاكستان به د كشميري اولس تر هغه وخت سياسي٬اخلاقي او سفارتي مرسته روانه ساتي تر څو چې هغوي د ملګرو ملتونو قراردادونو له مخې حق خود اراديت ترلاسه كړے نه وي۔په غونډه كښې د كل جماعت حريت كنفرنس آزاد جمو كشمير چیپټر ایډووکیټ پرویز ،د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقی سیکرټری ظفر حسن، د كشمير او ګلګت بلتستان چارو ایډیشنل سیکرټری کامران رحمان خان او جوائنټ منور حسین هم ګډون وكړو۔په غونډه كښې د 5 فروري كشمير يو والي ورځ په اړه راتلونكو دستورو په حقله په جامع لائحه عمل خيالاتو څرګندونه وشوه ا۔وفاقي وزارتونو٬څلورو واړو صوبائي حكومتونو پشمول د آزاد جمو كشمير او ګلګت بلتستان حكومتونو غونډې ته د كشمير يو والي ورځ تيارو او انتظامات په اړه بريفنګ وركرو۔آزاد جمو كشمير كونسل كښې راجوړې كړ غونډه كښې د خارجه وزارت٬اطلاعات او خپرونو٬دفاع٬داخله٬انفارمېشن ټېكنالوجي او ټيلي كام او ايوي ايشن پشمول بيل وزراتونو او د محكمو سينئر چارواكو او فوكل پرسنز ګډون وكړو۔

مزید خبریں