اسلام آباد۔27جنوري (اے پي پي)د كورنيو چارو وفاقي وزیر محسن نقوي د سمندر پورې پاکستانیانو د جائیدادونو تحفظ لپاره مهم او پرېكنده اقدامات اعلان کرې دي ۔ د سماجې رابطې په وېب پاڼه ’ایکس خپل خاص پیغام كښې داخله وزير واضحه كړه چې د سمندر پورې پاکستانیانو په اثاثو او جائیدادونو به هر ډول غیر قانوني قبضه برداشت نه كړې شي ۔ داخله وزير د اسلام آباد انتظامیه ته سخت …
د سمندر پورې پاکستانیانو په اثاثو او جائیدادونو به غیر قانوني قبضه برداشت نه كړې شي ،داخله وزير محسن نقوي

مزید خبریں
اسلام آباد۔27جنوري (اے پي پي)د كورنيو چارو وفاقي وزیر محسن نقوي د سمندر پورې پاکستانیانو د جائیدادونو تحفظ لپاره مهم او پرېكنده اقدامات اعلان کرې دي ۔ د سماجې رابطې په وېب پاڼه ’ایکس خپل خاص پیغام كښې داخله وزير واضحه كړه چې د سمندر پورې پاکستانیانو په اثاثو او جائیدادونو به هر ډول غیر قانوني قبضه برداشت نه كړې شي ۔ داخله وزير د اسلام آباد انتظامیه ته سخت هدایات جاري كولو سره ووئېل كه كوم اوورسیز پاکستانے پخپل جائیداد د غیر قانوني قبضې اطلاع دركوي نو ډپټي کمشنر (ډي سي) اسلام آباد به په دې معامله په هر صورت 7 ورځو كښې دننه د فیصلې کولو پابند وي ۔ هغه باور وركړو چې د سمندر پورې پاکستانیانو د جائیدادونو د حقونو به مکمل تحفظ کولې شي او چا ته به هم د چا د محنت په ګټه د قبضې کولو اجازت نورنه ګرې شي ۔محسن نقوی وفاقی پايه تخت (آئي سي ټي) كښې د سرمایه کارۍ کوونكو پاکستانیانو هر كلے كولو سره ووئېل د دوي سرمایه کارۍ ته د قدر په سترګو كتلې كېږي ۔ ده وعدہ وكړه چې حکومت به سمندر پورې پاکستانیانو ته يو محفوظ او ’انویسټر فریندلي‘ ماحول وركوي۔










