ابوظهبي ۔27جنوري (اے پي پي) صدر مملکت آصف علي زرداري د متحدہ عرب امارات صدر شیخ محمد بن زاید النهیان د روادارۍ او انساني اخوت په حواله د قامي وژن ستائنې كولو سره د مکالمې او د شرېكې بقا لپاره د امن په اهمیت زور راوړے دے ۔ د ایوان صدر پریس ونګ نه د جاري بیان تر مخه صدر مملکت آصف علي زرداري سره د متحدہ عرب امارات د …
صدر مملکت آصف علی زرداري سره د متحدہ عرب امارات د روادارۍ او شرېكې بقا وزير شیخ نهیان بن مبارک النهیان ملاقات ، مکالمه او د شرېكې بقا لپاره د امن په اهمیت زور

مزید خبریں
ابوظهبي ۔27جنوري (اے پي پي) صدر مملکت آصف علي زرداري د متحدہ عرب امارات صدر شیخ محمد بن زاید النهیان د روادارۍ او انساني اخوت په حواله د قامي وژن ستائنې كولو سره د مکالمې او د شرېكې بقا لپاره د امن په اهمیت زور راوړے دے ۔ د ایوان صدر پریس ونګ نه د جاري بیان تر مخه صدر مملکت آصف علي زرداري سره د متحدہ عرب امارات د روادارۍ او د شرېكې بقا وزير شیخ نهیان بن مبارک النهیان د نهې په ورځ ملاقات وكړو ۔ صدر مملکت د ملاقات په مهال د روادارۍ او د شرېكې بقا د عزم پخلے وكړو۔ ملاقات كښې د مکالمې په وده ، ګډون او د شرېكې بقا لپاره د امن په اهمیت زور راړلے شو۔ صدر مملکت د شیخ محمد بن زاید النهیان بصیرت لرونكې مشرتابه ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره د هغه روادارۍ او انساني اخوت په حواله د قامي وژن ستائنه وكړه ۔ صدر مملکت د 200 نه د زياتو قامونو تر مينځه د اتحاد او شرېك احترام په وده كښې د متحدہ عرب امارات کامیابي د سماجي هم غږۍ يو متاثر کونكې نمونه وګرځوله ۔ په دې مهال وړومبۍ مېرمن آصفه بھټو زرداري،د قامي اسمبلۍ غړے او د پي پي پي چیئرمین بلاول بھټو زرداري ، د كورنيو چارو وفاقي وزیر سید محسن نقوي او متحدہ عرب امارات كښې د پاکستان سفیر هم موجود وو۔










