پاكستان په پرېكنده انداز د پوليو خاتمې پلو روان دے۔عائشه رضا فاروق

اسلام آباد 27 جنوری(اے پی پی)د وزيراعظم د پوليو مخ نيوي فوكل پرسن عائشه رضا فاروق وئېلي دي مضبوط حكومتي قيادت او ګيټس فاؤنډېشن په څير د باور وړ شراكتدارو په مرسته پاكستان په پرېكنده انداز د پوليو بشپړه خاتمې پلو روان دے۔دې په پاكستان كښې د پوليو خاتمې هڅې مخ په وړاندې بوتللو او د روغتيا پراخه نتيجې قوي كولو كښې د اوږدې مودې خذمات او قدر وړ مهارت …

اسلام آباد 27 جنوری(اے پی پی)د وزيراعظم د پوليو مخ نيوي فوكل پرسن عائشه رضا فاروق وئېلي دي مضبوط حكومتي قيادت او ګيټس فاؤنډېشن په څير د باور وړ شراكتدارو په مرسته پاكستان په پرېكنده انداز د پوليو بشپړه خاتمې پلو روان دے۔دې په پاكستان كښې د پوليو خاتمې هڅې مخ په وړاندې بوتللو او د روغتيا پراخه نتيجې قوي كولو كښې د اوږدې مودې خذمات او قدر وړ مهارت ستائېلو سره ډاكټر كيتهي نيوزيل ته په اوسنۍ تقررۍ مباركي وركړه۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګيټس فاؤنډېشن يو اعلٰی كچې پلاوي سره د نېشنل ايمرجنسي آپرېشنز سينټر(اين اي او سي)دورې په مهال وكړه ۔دې د پلاوي تود هركلے وكړو۔پلاوي كښې د ګيټس فاؤنډېشن نړيوال پرمختګ صدر كرس ايلياس او د پوليو ډائرېكټر كيتهي نيوزيل شامل وو۔عائشه رضا فاروق ډاكټر كيتهي نيوزيل ته په اوسنۍ تقررۍ مباركي وركړه او په پاكستان كښې د پوليو خاتمې هڅې مخ په وړاندې بوتللو او د روغتيا پراخا نتيجو قوي كولو كښې يې د دې اوږد مهاله خذمات او د قدر وړ مهارت وستائېلو ۔دې ووئيل مضبوط حكومتي قيادت او ګيټس فاؤنډېشن په څير د باور وړ شراكتدارو په مرسته پاكستان په فيصله كونكې انداز د پوليو بشپړه خاتمې پلو روان دے۔پلاوي ته اين اي او سي كنټرول رول كښې د اين اي او سي كوآرډينيټر محمد انور الحق د پوليو نګرانۍ نظام او تازه ترين پېشرفت په اړه بريفنګ وركړو۔بريفنګ كښې د پوليو په صورتحال٬مانيټرنګ ميكنزم او په روانو اقدامات تفصيلي رڼا واچولې شوه ۔په دې موقع د پاكستان پوليو خاتمې پروګرام زيرو پوليو 2026 روډ ميپ د تړون پخلے وكړو او د ګيټس فاؤنډېشن او ګلوبل پوليو ایراډیکیشن انيشي ايټو(جي پي اي آئي)پوليو څخه د پاك پاكستان او پوليو څخه د پاكې نړۍ لپاره يې په پرله پسې مرسته مننه وكړه۔

مزید خبریں