فیصل آباد۔ 27 جنوری (اے پی پی)د بورډ آف انوېسټمنټ وفاقي وزير قيصر احمد شېخ وئيلي دي فېصل آباد انډسټریل اسټېټ ډوېلپمنټ اېنډ مېنجمنټ کمپنی (فیډمک) د هېواد د صنعتي پرمختګ يو زيات مهم او مؤثر مركز دے او حكومت د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې د صنعتكارې ورورولۍ مسئلو حل كولو له په كوټلي توګه او عزم سره كار كوي۔ د فیډمک دورې په مهال ده ووئيل موجوده …
فيډمك د صنعتي پرمختګ مهم مركز دے ٬ حكومت د صنعتكارو مسئلې حل كولو له كوټلي ګامونه اخلي: وفاقي وزير قيصر احمد شيخ

مزید خبریں
فیصل آباد۔ 27 جنوری (اے پی پی)د بورډ آف انوېسټمنټ وفاقي وزير قيصر احمد شېخ وئيلي دي فېصل آباد انډسټریل اسټېټ ډوېلپمنټ اېنډ مېنجمنټ کمپنی (فیډمک) د هېواد د صنعتي پرمختګ يو زيات مهم او مؤثر مركز دے او حكومت د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې د صنعتكارې ورورولۍ مسئلو حل كولو له په كوټلي توګه او عزم سره كار كوي۔ د فیډمک دورې په مهال ده ووئيل موجوده ستونزې لرې كولو سره به دا لا فعاله ٬ مستحكم او سرمايه كارۍ لپاره زيات سازګار جوړولې شي۔ ده په دې خبره زور راوړو چې حكومت د كاروباري ورورولۍ مسئلې حل كولو عزم لري٬ په معيشت كښې بهتري راغلې ده ٬ د زرمبادله پنګې زياتې شوي دي او د خزانې وزير ته هدايت شوے دے چې هغه اسټېك هولډرز سره پرله پسې رابطه كښې پاتې شي او صنعتكارو ته پېښې مسئلې حل كولو له عملي كردار ترسره كړي۔ دې څخه وړاندې د فيډمك چيئرمېن رانا اظهر وقار وفاقي وزير ته بشپړ بريفنګ وركړو۔ ده ووئيل په فیډمک كښې تر كال 2025 نزدې 90 كارخانې جوړې كړې شوي ٬ دې څخه وروستو 26 نوې كارخانې لګولې شوي او په 31 كارخانو پرمختيائي كار روان دے۔ وروستو وفاقي وزير د فیصل آباد چېمبر آف کامرس اېنډ انډسټری صدر فاروق یوسف شیخ، نائب صدر عاصم منیر او نورو غړو سره ملاقات وكړو په كوم كښې چې صنعتكارو وفاقي وزير پېښو مسئلو څخه خبر كړو۔وفاقي وزير هغوي ته باور وركړو چې د فيډمك پشمول ټول صنعتي زونز لا فعاله كولو له به عملي ګامونه پورته كولې شي۔










