اسلام آباد۔27 جنوری(اے پی پی) د خزانې وفاقي وزارت وئيلي دي د هيواد معيشت په مالي كال 2026 كښې د پرمختګ رفتار په ځاے ساتلو مناسب پوزيشن كښې دے٬ روانه مياشت به ګراني 5 څخه تر 6 فيصد حد كښې پاتې كيږي۔ دا خبره د خزانې وزارت لخوا د جاري شوي مياشتنيز اقتصادي اپ ډېټ راپور كښې شوې ده۔ د رپورټ له مخې د حسابات جاريه كھاتې په خساره كښی …
د هيواد معيشت په مالي كال 2026 كښې د پرمختګ رفتار په ځاے ساتلو له په مناسب پوزيشن كښې دے٬ روانه مياشت به ګراني 5 څخه تر 6 فيصد حد كښې پاتې كيږي: د خزانې وزارت

مزید خبریں
اسلام آباد۔27 جنوری(اے پی پی) د خزانې وفاقي وزارت وئيلي دي د هيواد معيشت په مالي كال 2026 كښې د پرمختګ رفتار په ځاے ساتلو مناسب پوزيشن كښې دے٬ روانه مياشت به ګراني 5 څخه تر 6 فيصد حد كښې پاتې كيږي۔ دا خبره د خزانې وزارت لخوا د جاري شوي مياشتنيز اقتصادي اپ ډېټ راپور كښې شوې ده۔ د رپورټ له مخې د حسابات جاريه كھاتې په خساره كښی د پاتې كېدو امكان دے بياهم د غوره ترسيلات زر او د آئي ټي او خذمات برآمدات مستحكمې كاركردګۍ سره به بهرني فشار كمولو له مرسته ترلاسه شي۔ د رپورټ له مخې د مالي كال په اولنۍ شپږ مياشتنيزه موده كښې د سمندر پورې پاكستانيانو د ترسيلات زر حجم 19.33 اربه ډالره ريكارډ كړے شو كوم چې د تېر مالي كال دومره موده كښې د 17.84 ارب ډالر په مقابل كښې 10.6 فیصد زیات دے۔ په اولنۍ شپږ مياشتنيزه موده كښې د برآمدات حجم 15.5 ارب ډالر ريكارډ كړے شو كوم چې د تېر مالي كال دومره موده كښې د 16.3 ارب ډالر په مقابل كښې 5 فيصد كم دے۔ په درآمدات 31.3 ارب ډالر زرمبادله مصرف شوه كومه چې د تېر مالي كال دومره موده كښې د 27.9 ارب ډالر په مقابل كښې 12.3 فیصد ده۔ په اولنۍ شپږ مياشتنيزه موده كښې د نېغ په نېغه سرمايه كارۍ حجم 808.1 ملین ډالر ريكارډ كړے شو كوم چې د تېر كال دومره موده كښې د 1424.8 ارب ډالر په مقابل كښې 43.3 فیصد کم دے۔ په 16جنوری 2026ء د سټېټ بنک د زرمبادله پنګو حجم 16.1 ارب ډالر او د کمرشل بنکونو د زرمبادله پنګو حجم 5.2 ارب ډالر ريكارډ كړے شو۔ تېر كال په 10جنورۍ د سټېټ بنک زرمبادلې پنګو حجم 11.4 ارب ډالر او د کمرشل بنکونو د زرمبادلې پنګو حجم 4.7 ارب ډالر ريكارډ كړے شوے ؤ ۔ د مالي كال په اولنو 6 مياشتو كښې د اېف بي آر د محاصلو حجم 6.160 ټریلین روپۍ ريكارډ كړے شو كوم چې د تېر مالي كال په دومره موده كښې د 5.624 ټریلین روپو په مقابل كښې 9.5 فیصد زيات دے۔ د خزانې وزارت له مخې د مالي كال په اولنو شپږو مياشتو كښې زرعي څانګې ته د 1.411 ټریلین روپو پور جاري كرے شوے كوم چې د تېر كال دومره مودې 1.266 ټریلین روپو په مقابل كښې 11.4 فیصد زيات دے۔










